[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډله د مرکزي آسیا (کافا) سیالیو کې د ګډون په موخه تاجکستان ته روانه شوه.
د افغانستان فوټیبال فدراسیون وایي، د لوبډلې له روانېدو مخکې مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او بدني روزنې او سپورټ عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست تخنیکي او مسلکي مرستیال حفیظ احمد جان ځدراڼ، د فوټبال فدراسیون مرستیال او د فوټبال فدراسیون رییس محمدیوسف کارګر، روزونکو او لوبغاړو ګډون کړی و.
د المپیک ملي کمېټې او بدني روزنې او سپورټ عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق وویل: «د خوښۍ ځای دی چې زموږ ځوان ورزشکاران په تاجکستان کې د اسیا په اتلولۍ کې ګډون کوي او د ټولو هیله دا ده چې له ښو پایلو سره هېواد ته راستانه شئ او موږ ټول په ویاړ سره خوشحاله کړئ.»
د فوټبال فدراسیون رییس محمدیوسف کارګر لوبغاړو ته په خطاب کې وویل، د سپورټ له لارې هېواد ته ډېر ویاړونه راوړي او نړۍ ته وښیي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ورزشکارانو ته په بهر کې د سیالیو او ګډون لپاره کومه ستونزه نشته.
ټاکل شوې د مرکزي اسیا فوټبال سیالۍ د اګسټ په ۲۰مه د تاجکستان په کوربهتوب د دغه هېواد په ایسار ښار کې د افغانستان، قرغیزستان، تاجکستان، ازبکستان او ایران په ګډون ترسره شي.
په دې سیالیو کې به له افغانستانه ۲۳ لوبغاړي، روزونکی، مرستیال روزونکی، ډاکټر او لوبډلمشر ګډون وکړي.
[/restrict]