ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سیمه‌ییز مسوولین: د نورستان برګمټال ځنکل کې له څلورو ورځو راهیسې اورلګېدنه دوام لري

سیمه‌ییز مسوولین: د نورستان برګمټال ځنکل کې له څلورو ورځو راهیسې اورلګېدنه دوام لري

author avatar
30 Aug 2023 - 14:54
سیمه‌ییز مسوولین: د نورستان برګمټال ځنکل کې له څلورو ورځو راهیسې اورلګېدنه دوام لري
author avatar
30 Aug 2023 - 14:54

پارون (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۲): د نورستان سیمه‌ ییز مسوولین وايي، د دغه ولایت د برګمټال ولسوالۍ اړوند په یوه ځنګل کې له تېرو څلورو ورځو راهيسې اور لګېدلى او اوس هم دوام لري.

د نورستان د چاپيريال ساتنې ادارې ريیس مولوى سرتاج‌الدين ساپي پژواک خبري اژانس ته وویل، د برګمتال ولسوالۍ د نيک موک سیمې په یوه ځنګل کې د تېرو څلورو ورځو راهيسې اور لګېدلى دى.

د هغه په خبره، د دغه ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست ځيني مسوولين د اورلګېدنې سيمې ته رسېدلي او د اور پر مهارولو بوخت دي خو په خبره يې تر اوسه اورلګېدنه مهار شوې نه دى.

هغه زیاتوي، د یادې اورلګېدنې لامل تر اوسه څرګند نه دى او نن نږدې درې سوه ولسي وګړي او چارواکي د اور وژنې لپاره سیمې ته تللي دي.

هغه وویل، تر اوسه دا معلومه نه ده چې څومره اندازه ځنګل سوځېدلى دى.

د سيمې يو اوسېدونکى عبدالمنعم وايي، د دغه اورلګېدنې له امله يو اندازه ځنګل سوځېدلى او لا هم اور بل دى.

نورستان د هېواد په ختيځ کې هغه ولايت دى چې ګڼ غرونه يې پر ځنګلونو پوښل شوي او ډېرې ونې يې د څيړۍ، نښتر او جلغوزو دي.

Views: 50

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.