ترینکوټ (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۲): اروزګان کې سیمهییز مسوولین وایي چې د اروزګان – کندهار لویې لارې د ۲۵ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې د ۲۱ میلیون افغانیو په لګښت پيل شوې.
د اروزګان والي مولوي محمدعلي جان احمد د دې پروژې د پیل په مراسمو کې وویل چې یاده پروژه د ولس د ستونزو حل په برخه کې د پرمختګ یو بل ګام دی.
هغه زیاته کړه، روان کال کې د ټولګټو وزارت له خوا له ترینکوټ څخه تر دهراوود او چارچینو ولسوالیو لویې لارې هم ترمیم شوې دي.
هغه وایي، د تازه پیلېدونکې پروژې د ښه نظارت لپاره به یوه کمیټه جوړه شي او وخت پر وخت به ورڅخه نظارت کوي.
د اروزګان والي ډاډ ورکوي چې د دې لویې لارې د پاتې خامه برخو د قیرکولو چارې به هم ژر تر ژره پیل شي.
د اروزګان د ټولګټو رییس مولوي ادمجان نعماني وویل، دا ۲۵ کلومتره سړک – چې د ترینکوټ له دروازې څخه د کندهار تر وېش سیمې پورې غځېدلی- د درېیو میاشتو په موده کې به په اساسي توګه ترمیم او ورغول شي.
هغه زیاته کړه چې د دې پروژې لګښت ۲۱ میلیون افغانۍ دی او د ټولګټو وزارت له خوا ورکول کېږي.
نعماني زیاتوي، د رغونې په دې چارو کې د ۲۵ کیلومتره سړک د ترمیم ترڅنګ، د څلورو پلچکونو، ۲۵ واشونو او ۴۰۰ متره اسنادي دېوالونو جوړول هم شامل دي.
د اروزګان ځایي اوسېدونکي د دغه ولایت او کندهار ترمنځ سړک بیارغونې ته خوښ دي.
د ترینکوټ یو اوسېدونکی محمدامین چې پر یاده لویه لار موټر چلوي، پژواک خبري اژانس ته وايي، د لویې لارې خرابوالی د دې لامل شوی و، چې موټر یې خراب شي او مسافرین په تکلیف شي.
هغه له مسوولینو غوښتنه کوي چې د قراردادي شرکت له چارو وخت پر وخت نظارت وکړي، څو چارې په ښه کیفیت ترسره شي.
د اروزګان – کندهار لویه لار چې شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري، له دریېو څخه دوې برخې یې کلونه مخکې قیر شوې دي، خو یوه برخه یې لا هم خرابه او خامه ده.
Views: 137
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن