کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۲): د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، په زړه سوري ۴۸ ماشومان يې نن په کابل کې د درملنې په موخه دوو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
د یادې ټولنې ویاند عرفانالله شرفزوی نن پر خپله اېکس پاڼه د دغو څرګندونو ترڅنګ لیکلي چې په تېرو شاوخوا ۱۴ میاشتو کې دې ټولنې پر یاده ناروغۍ اخته ۱۷۷۱ ماشومان د درلمنې لپاره په هېواد کې دننه بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
هغه وایي چې د یادو ماشومانو له ډلې نږدې ۱۵۰۰ یې روغ شوي او خپلو کورونو ته ستانه شوي او پاتې نور په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.
دی زیاتوي چې د یادو ناروغانو درملنې او عملیات ټول لګښت د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.
د شرفزوی معلوماتو له مخې، دا مهال له افغاني سرې میاشتې سره د سوري زړه شاوخوا ۱۲۰۰۰ نور ماشومان ثبت او درملنې ته په تمه دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن