Language

د افغانستان والیبال ملي لوبډله په اسیایي المپیک سیالیو کې د ګډون په موخه چين ته ولاړه

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۲): د المپیک ملي کمېټه وایي چې د والیبال ملي لوبډله په اسیایي المپیک سیالیو کې د ګډون په موخه چین ته ولاړه.

د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومي ریاست نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د افغانستان والیبال ملي لوبډله د چین په کوربه‌توب په اسیایي المپیک سیالیو کې د ګډون په موخه د دغه هېواد هانګ جو ښار ته روانه شوه.

سرچینې ویلي، د چين په کوربه‌توب په اسیایي المپيک سياليو کې به د واليبال لوبې د روانې سپټمبر مياشتې په ١٩مه نېټه پيل شي.

دغه ریاست زیاته کړې، په یادو سیالیو کې افغانستان په «F» ګروپ ځای لري چې له جاپان، اندونیزیا او فیليپين هېوادونو له لوبډلو سره به لوبې ترسره کړي.

login or register a new account.