منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۴ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغانستان والیبال ملي لوبډله په اسیایي المپیک سیالیو کې د ګډون په موخه چين ته ولاړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۷۵ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۲): د المپیک ملي کمېټه وایي چې د والیبال ملي لوبډله په اسیایي المپیک سیالیو کې د ګډون په موخه چین ته ولاړه.

د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومي ریاست نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د افغانستان والیبال ملي لوبډله د چین په کوربه‌توب په اسیایي المپیک سیالیو کې د ګډون په موخه د دغه هېواد هانګ جو ښار ته روانه شوه.

سرچینې ویلي، د چين په کوربه‌توب په اسیایي المپيک سياليو کې به د واليبال لوبې د روانې سپټمبر مياشتې په ١٩مه نېټه پيل شي.

دغه ریاست زیاته کړې، په یادو سیالیو کې افغانستان په «F» ګروپ ځای لري چې له جاپان، اندونیزیا او فیليپين هېوادونو له لوبډلو سره به لوبې ترسره کړي.

د یادونې ده، د روانې وږي میاشتې په لومړیو کې د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د ایران په کوربه‌توب د اسیا په والیبال سیالیو کې ګډون کړی وو.

په یادو سیالیو کې د اسیا ۱۷ هېوادونو برخه اخیستی وه چې افغانستان په کې څوارلسم مقام ترلاسه کړ.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې