قلعهنو (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۲): د بادغیس یو شمېر اوسېدونکِي او د اوبو چارو کارپوهان په دغه ولایت کې د خپلسرو ژورو او غیرمعیاري څاګانو کیندلو او د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او له حکومته د دغه بهیر د مخنیوي غوښتنه کوي.
هېواد کې پرله پسې وچکالۍ د دې لامل شوې چې د ځمکې لاندې اوبو کچه ټيټه، خلک په بېلابېلو ولایتونو کې د څښاک پاکو اوبو له کمښت مخ شي او د ژورو څاګانو کیندلو ته مخه کړي.
بادغیس کې د اوبو چارو کارپوه انجینر احمدشاه پایور پر دې باور دی چې د دې لړۍ دوام به جدي زیانونه رامنځته کړي او د ځمکې لاندې اوبو کچه به ورسره ټیټه شي.
هغه وايي چې د ځمکې لاندې له اوبو باید د کرندو د خړوبولو لپاره استفاده نه شي.
هغه زياته کړه: «په ټوله کې د ځمکې لاندې اوبه مخ په کمېدو دي او خلکو هم د دې موضوع په پام کې له نیولو پرته، د ژورو څاګانو کيندلو ته مخه کړې چې په راتلونکي کې ډېره د اندېښنې وړ ده او د ځمکې د سطحي اوبو د وچېدو لامل کېږي.»
هغه وړانديز کوي چې دولت او مسوولې ادارې باید د برمهيي څاګانو کيندلو د مخنيوي لپاره اقدام وکړي او له جواز پرته هېچا ته د څاګانو د کیندلو اجازه ورنه کړي.
د بادغیس ولایت یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ژورو څاګانو کیندلو د زیاتېدو خبره کوي.
د بادغيس ولايت د قلعهنو ښار اوسېدونکي محمدنسیم پژواک خبري اژانس ته وويل، سږ کال د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدو له امله د دوى ډېری ګاونډيانو څاګانې کيندلې دي.
هغه وايي چې هر کس په بېلابېلو اندازو څاهګانې کيندي چې ښايي د ځمکې لاندې د اوبو زېرمو ته جدي زيان ورسوي.
نوموړی له حکومته د ژورو څاګانو کیندلو لپاره د معیار ټاکلو غوښتنه کوي.
دغه راز د بادغيس بل اوسېدونکى برهانالدين هم په دغه ولايت کې د ژورو څاګانو کيندلو له ډېرېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، په ډېری سیمو کې د برمهیي څاګانو کيندنو له امله د ځمکې لاندې اوبه وچې شوې دي.
د هغه په خبره، ډېر هغه کسان چې د برمې په وسیله یې ژورې او نيمهژورې څاګانې کيندلې، بېدرېغه ترې استفاده کوي او ان کرنيزې ځمکې هم ترې خړوبوي.
دغه سرچینه له اسلامي امارته غواړي چې بادغیس کې د ځمکې لاندې اوبو ساتنې لپاره په دغه ولایت کې د خلکو له لوري د خپلسرو ژورو څاګانو د کیندلو مخنیوی وکړي.
ومو غوښتل په دې اړه د بادغیس د مرغاب سیندیزې حوزې د مسوولینو نظر واخلو، خو بریالي نه شوو.
Views: 12
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP