ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د انلاین کار زمینې برابرېدل: سوداګر د خپل کاروبار له پرمختګه خوښ دي

د انلاین کار زمینې برابرېدل: سوداګر د خپل کاروبار له پرمختګه خوښ دي

author avatar
25 Oct 2023 - 17:56
د انلاین کار زمینې برابرېدل: سوداګر د خپل کاروبار له پرمختګه خوښ دي
author avatar
25 Oct 2023 - 17:56

کابل (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۲): کابل کې یو شمېر سوداګر وایي، د انلاین کار د زمینې له برابرېدو وروسته یې کاروبار پرمختګ کړی او د محصولاتو د پلور کچه یې ورسره لوړه شوې ده.

کابل کې د افغاني جامو د تولید یوه شرکت مسووله زرغونه ابراهیمي وايي، اووه کاله مخکې یې د ښځو د افغاني جامو د تولید کار پیل کړی.

هغې څرګنده کړه، له اتو میاشتو را په دې خوا یې کاروبار د ټکنالوجۍ په یوه شرکت کې ثبت دی او خپل انلاین پلورنځی یې جوړ کړی دی.

د هغې په خبره، اوس یې کاروبار د پخوا په پرتله ښه روان دی.

هغې زیاته کړه: «کارونه مو ښه دي او خرڅلاو مو فوق‌العاده دی.»

هغې څرګنده کړه، د سیاسي تحول په لومړیو کې یې کاروبار لږ زیانمن شوی خو له شپږو میاشتو راهیسې او د سرپرست حکومت له لوري د نندارتونو له پیل وروسته یې پرمختګ کړی دی.

ابراهیمي د انلاین کار د زمینې له برابرېدو خوشحاله ده او هغه یوه اسانتیا بولي.

نوموړې وویل: «زیات بدلونونه رامنځته شوي، ډېر ښه دي، یوه اسانتیا برابره شوې ده.»

یادې سوداګرې زیاته کړه، د انلاین محصولاتو اکثره پېرېدونکي یې له بهرنیو هېوادونو څخه دي.

کابل کې د لاسي صنایعو د یو شرکت مسوول بشارت فروتن هم وايي، له درې کلونو راهیسې د حکاکۍ، نقاشۍ او میناتورۍ په برخو کې کار کوي.

هغه زیاته کړه، له سیاسي تحول وروسته په لومړیو کې کارونه نسبتاً ښه نه وو، خو په دې وروستیو ورځو کې یې کاروبار ښه شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، انلاین کار ښه عاید لري او له دې لارې ډېر پېرېدونکي پیدا کېږي.

هغه وویل، انلاین پېر او پلور مثبتې اغېزې لري؛ ځکه له بهرنیو هېوادونو څخه یې فرمایشونه د پخوا په پرتله ډېر شوي دي.

فروتن له نورو شرکتونو هم غواړي څو د انلاین خرڅلاو په برخه کې کار وکړي؛ ځکه په اوږدمهاله کې به د هغوی په ګټه وي.

بلخوا د یادې کارخونې یوه زده‌کوونکې انجیلا وايي چې کارونه یې ښه روان دي او له شپږ میاشتو راهیسې په میناتوري برخه کې کار کوي.

هغې زیاته کړه، پرېکړه یې کړې چې له مستقلېدو وروسته لومړۍ انلاین کار پیل کړي.

ورته مهال، د یوه تکنالوجۍ شرکت د رسنیو برخې مسوولې سمیرا ګوهري پژواک ته وویل، دغه شرکت سوداګرو لپاره د انلاین خرڅلاو زمینه برابره کړې ده.

د هغې په وینا، د دغه کار موخه له سوداګرو، هنرمندانو او له اصیلو افغاني لاسي صنایعو ملاتړ دی.

ګوهري څرګنده کړه چې سوداګر خپل محصولات لکه افغاني جامې، فرش، لوښي، نقاشي او د میناتورۍ لاسي کارونه د دغه شرکت په وب‌سایټ کې خپروي او پېرېدونکي ورته پیدا کوي.

نوموړې زیاته کړه چې د دغه شرکت د څه باندې ۲۳۲ برنډونو د خرڅلاو په برخه کې ډېری ښځې فعالیت لري او تر درې زرو ډېرو ښځو ته یې په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده.

سمیرا ګوهري زیاتوي، مشتریان يې له اروپايي او امریکايي هېوادونو وو او دغو برنډونو ښه عواید هم ترلاسه کړي دي.

ورته مهال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد پژواک ته وايي چې دغه وزارت له ټولو سوداګرو او متشبثینو هراړخیز ملاتړ کوي.

هغه څرګنده کړه چې په ټوله کې له پانګه‌والو ملاتړ کوي او د هغوی د کاروبار د ودې لپاره اسانتیاوې برابروي.

د هغه په وینا، کوم پانګه‌وال چې له ستونزو سره مخ کېږي صنعت او سوداګرۍ وزارت ته دې مراجعه وکړي، څو د ستونزو د حل لپاره یې اقدام وشي.

Views: 134

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.