کابل (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۲): د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس د روسیې استراخان فورم غونډه کې ویلي چې افغانستان خپل جغرافیوي موقعیت ته په کتو غواړي د شمال – جنوب هېوادونو ترمنځ د اتصالي کوریډور رول ولوبوي او دغه راز د غونډې له ګډونوالو یې په افغان ټرانس پروژه کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.
د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ادارې رییس ملا بختالرحمن شرافت په استراخان فورم کې وینا وکړه.
شرافت په دې غونډه کې ویلي، افغانستان د سارک (SAARC) او ایکو (ECO) سازمانونو یوه غړي په توګه خپل ارزښت لرونکي جغرافیوي موقعیت ته په کتو غواړي د شمال - جنوب ترمنځ د اتصالي کوريډور رول ولوبوي.
هغه دغه راز ګډونوالو ته د افغانستان اوسپنې پټلۍ کې د پانګونې او فرصتونو په اړه اړین معلومات وړاندې کړي او غوښتنه یې کړې چې د افغانستان اوسپنې پټلۍ پروژو کې پانګونه وکړي.
د استراخان نړۍوال فورم چې موخه یې د شمال او جنوب هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د انتقالاتو چټکتیا او په دې برخه کې د لا اسانتیاوو رامنځته کول دي، د روسیې په کوربهتوب دایر شوی او لا دوام لري.
په پام کې ده چې د دې غونډې په څنډه کې افغان پلاوی د بېلابېلو هېوادو له استازو سره دوه اړخیزې ناستې هم ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP