Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې په دوو جلا پېښو کې د دوو ماشومانو په ګډون درې کسان مړه شوي

جلال‌اباد (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۲): د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار او نازيانو ولسوالۍ کې په دوو جلا پېښو کې درې کسان مړه شوي دي.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د لړم په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغه ولایت د مرکز جلال‌اباد ښار نهمې ناحيې اړوند د باريکاب سيمه کې دوه ماشومان چې ۱۲ کلن او ۸ کلن وو، د کانال اوبو کې د ډبېدو له امله مړه شوي دي.

هغه زياته کړه، د یادو ماشومانو جسدونه د اطفايې مديريت او د سیمې د خلکو په همکارۍ له دوو ورځو پلټنو وروسته پيدا شوي او خپلې کورنۍ ته سپارل شوي دي.

دغه راز د ننګرهار په نازيانو ولسوالۍ کې هم يو کس له غره د لوېدو له امله مړ شوی دی.

د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلی وايي، مړ شوی کس اسرارالله نومېده او د دې ولسوالۍ په نګټۍ سيمه د شپې له غره لوېدلی او مړ شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.