کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۲): د افغان ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې وايي، په واشنګټن کې د پاکستان له سفیر سره یې له دغه هېواده د افغان کډوالو د جبري ایستلو د اغېزو په اړه خبرې کړي.
وړمه ورځ په پاکستان کې هغو افغان کډوالو ته له دغه هېواده د وتلو ورکړل شوي ضربالاجل وروستۍ ورځ وه چې د کډوالۍ اسناد نه لري.
د معلوماتو له مخې، یو عشاریه څلور میلیونه دا ډول افغانان پاکستان کې اوسېږي.
د راپورونو له مخې، پاکستاني پولیس افغان کډوال نیسي، کورونه یې ړنګوي، تر اوسه یې ګڼ شمېر په زور ایستلي او دا لړۍ روانه ده.
د افغان ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري نن پر خپله اېکسپاڼه ليکلي چې په واشنګټن کې د پاکستان له سفیر مسعودخان سره په لیدنه کې یې د افغان کډوالو د وضیعت په اړه خبرې کړې دي.
هغې لیکلي، په دې لیدنه کې پر مېرمنو او نورو زیانمنونکو ډلو، د کډوالو د جبري ایستلو د اغېزو او هغو ننګونو په اړه خبرې وشوې چې یاد کډوال ورسره مخ کېږي.
رینا د دې خبرو په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
له پاکستانه په زور د افغان کډوال ایستل د افغانانو او نړۍوالو غبرګونونه پارولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP