ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت ځینو ولایتونو کې راستنو شوو کډوالو ته د ځمکې ۲۰۰ زره نومرې وېشي

حکومت ځینو ولایتونو کې راستنو شوو کډوالو ته د ځمکې ۲۰۰ زره نومرې وېشي

author avatar
9 Dec 2023 - 14:54
حکومت ځینو ولایتونو کې راستنو شوو کډوالو ته د ځمکې ۲۰۰ زره نومرې وېشي
author avatar
9 Dec 2023 - 14:54

جلال‌اباد (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۲): له ګاونډيو هېوادونو راستنېدونکو کډوالو ته د ځمکې ورکولو کمېټې مسوولين وايي، د هېواد یو شمېر ولايتونو کې هغو راستنو شوو ته ۲۰۰ زره نومرې ځانګړې شوې چې سرپناه نه لري.

د مسوولينو په وینا، دغه راز هغو راستنو شوو هېوادوالو ته د کار لپاره هم ځمکه په واک کې ورکول کېږي چې د پانګونې چمتووالی ولري.

اسلامي امارت د کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه د یوه عالي کمېسیون تر چتر لاندې بېلابېلې کمېټې جوړې کړې دي.

يوه له دغو کمېټو راستنېدونکو کډوالو ته د ځمکو ورکولو کمېټه ده؛ دغه کمېټه هغو راستنو شوو ته د ځمکې نومرې ورکوي چې د سرپناه جوړولو لپاره ځای نه لري.

د دې کمېټې مشر مولوي عطاءالله عمري چې تورخم ته يې د کډوالو ستونزو اورېدو په موخه سفر کړی و، وايي، راستنېدونکو کډوالو ته اسلامي امارت د سرپناه ورکولو زمينه برابروي.

هغه زياته کړه، هغو کورنیو ته چې تر لسو پورې غړي ولري، لس بسوې او چې له لسو ډېر ولري، پنځلس بسوې ورکول کېږي.

نوموړی دغه راز وايي، هغو هېوادوالو ته چې له ګاونډيو هېوادونو راستانه شوي وي او د کاروبار او پانګونې لپاره ځمکې ته اړتيا ولري، هغوی ته هم ځمکه ورکول کېږي.

دی وايي، هغو خلکو ته چې د سرپناه لپاره ځمکه ورکول کېږي، د هغې دايمي قانوني اسناد هم ورکول کېږي چې په راتلونکي کې ورته ستونزه جوړه نه شي او دغه راز هغو هېوادوالو ته چې د کار لپاره ځمکه ورکول کېږي، د هغوی د اړتيا او غوښتنې پر بنسټ قرارداد ورسره کېږي.

راستانه شوي کډوال هم وايي چې د کاري  زمینې برابرېدو ترڅنګ دې ورته ځمکې ورکړل شي او کورونه دې ورته جوړ شي.

سيدحسن چې د پاکستان د ملتان له سيمې هېواد ته راستون شوی او اوس د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند شيخ مصري سيمه کې د خپلوانو په يو انګړ کې اوسېږي، وايي، د کار ترڅنګ يې د سرپناه نشتوالی لويه ستونزه ده.

هغه وويل: «موږ ته هم د کار ضرورت دی او هم د کور، که حکومت موږ ته کور جوړ نه کړي او د کار زمينه برابره نه کړي نو بيا مجبورېږو چې وطن پرېږدو، پخوا هم د کار نشتوالي په وجه مهاجر شوی وم.»

د يادونې ده، پاکستان د روان کال د نومبر له لومړۍ نېټې له دغه هېواده د افغان کډوالو جبري ایستلو ‎لړۍ پيل کړې چې تر اوسه یې څه باندې ۴۰۰ زره ‎افغانان ایستلي دي.‎

Views: 164

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.