ژبه

«قزاقستان اسلامي امارت د تحریم شوو ګروپونو له لېسته ایستلی دی»

کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د قزاقستان سترې محکمې اسلامي امارت د هغو ګروپونو له لېسته ایستلی چې په خپله خاوره کې یې د فعالیت بندیز پرې لګولی و.

د یاد وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د قزاقستان له سفیر علیم‌خان یسین ګیلدیف سره لیدلي دي.

دی وایي چې متقي په دې لیدنه کې د افغانستان او قزاقستان د اړیکو روان مسیر مثبت او د دواړو هېوادونو په ګټه وباله.

سرچینې په کابل کې د قزاقستان سفیر علیم‌خان یسین ګیلدییف په حواله لیکلي چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره خپلې تجارتي‌ او سیاسي اړیکې لا پراخې کړي.

تکل زیاته کړې چې هغه د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزارت په استازولۍ خبر ورکړ چې د قزاقستان سترې محکمې د افغانستان اسلامي امارت رسماٌ د هغو تحریم شوو ګروپونو له لېسته وایست چې په خپله خاوره کې یې د فعالیت بندیز پرې لګولی دی.

د سرچینې په وینا، د بهرنیو چارو وزیر دغه راز یادونه کړې چې افغانستان له قزاقستان سره مثبتو اړیکو ته ژمن دی او دواړه هېوادونه باید بېلابېلو برخو کې ګډې همکارۍ ته دوام ورکړي.