Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي

پلخمري (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۲): د بغلان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د بغلان امنیې ‎قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني د مرغومي په ۲۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه شاوخوا اته‌نیمې بجې د مرکز پلخمري اړوند خواجه‌ الوان سیمه کې یوه کرولا له باروړونکي موټر سره ټکر کړی چې په پایله کې یې یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې مړ شوی کس د کرولا موټر چلوونکی دی.

د نوموړي په خبره چې دغه پېښه د چلوونکو بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.