Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېرو اوو ورځو کې له پاکستانه څه باندې درې زره کډوال راستانه شوي
ارشیف

کابل (پژواک، ۲۱ مرغومی ۱۴۰۲): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستانه ۳۰۳۷ کډوال په جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کډوال چې ټول شاوخوا ۵۶۶ کورنۍ کېږي، د مرغومي له ۱۴مې څخه تر ۲۰مې نېټې پورې له پاکستانه په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.

پژواک خبري اژانس دغه ارقام د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له اېکس‌پاڼې چې په تېرو اوو ورځو کې یې خپاره کړي، اخیستي دي.

د یاد وزارت معلوماتو له مخې، د یادو کډوالو له ډلې ۱۷۳۸ کسان چې ۳۴۴ کورنۍ کېږي، له پاکستانه د تورخم له لارې په جبري ډول راستانه شوي دي.

همدارنګه په یاده موده کې بیا د سپین‌بولدک له لارې ۱۲۹۹ کسان چې ۲۲۴ کورنۍ کېږي په جبري ډول راستانه شوي دي.

دغه راز په یادو کسانو کې ۱۲۹ زندانیان هم شامل دي چې له ازادېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حا ل کې ده چې د مرغومي له اوومې څخه تر ۱۳مې نېټې پورې هم له پاکستانه ۱۹۴۱ کډوال راستانه شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.