Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یواېن‌اېچ‌سي‌ار: پاکستان دې له افغان کډوالو سره نرم چلند وکړي

یواېن‌اېچ‌سي‌ار: پاکستان دې له افغان کډوالو سره نرم چلند وکړي

author avatar
22 Jan 2024 - 14:08
یواېن‌اېچ‌سي‌ار: پاکستان دې له افغان کډوالو سره نرم چلند وکړي
author avatar
22 Jan 2024 - 14:08

کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۲): د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د اکمالاتو او نړۍوال خوندیتوب مشره وایي، له پاکستاني چارواکو څخه یې غوښتي چې د افغان کډوالو کارتونه تمدید کړي او له هغوی سره په چلند کې دې له نرمښته کار واخلي.

د کډوالو وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، پرون د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د اکمالاتو او خوندیتوب مشرې مېرمن شوکو شیموزاوا او مل پلاوي سره په خپل دفتر کې کتلي دي.

سرچینې لیکلي، په دې ناسته کې شیموزاوا چې تازه له پاکستانه راغلې وه، وویل: «مونږ پاکستان کې له وزارتونو سره ناستې وکړې د مهاجرینو ستونزې او مشکلات مو ور سره شریک کړل او غوښتنه مو وکړه چې د مهاجرینو کارتونه تمدید او ورسره په چلند کې له نرمښته کار واخیستل شي.»

دغه وزارت ویلي په دې لیدنه کې د کډوالو وزیر وویل: «په تېر یو کال کې له یو میلیون زیات مهاجرین هېواد ته راستانه شوي او د خدای په مرسته اسلامي امارت توانېدلی چې ټول په ابرو او عزت سره خپلو سیمو ته ورسوي او لازمې مرستې ورته برابرې کړي، که نړۍوالې ادارې خپلې مرستې په سمه توګه ورسوي، هیڅوک به بې‌سرپناه او بې‌سرنوشته پاتې نه شي.»

دغه راز په دې لیدنه کې حقاني چارو کې په همغږۍ او تفاهم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې کارونه باید د اسلامي امارت له اصولو او مقرراتو سره سم ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې په لومړۍ نېټه له دغه هېواده د افغان کډوالو د جبري ایستنې لړۍ پیل کړه چې له هغه راهیسې هر ورځ په سلګونه کډوال له تورخم او سپین‌بولدک له لارو افغانستان ته راستنېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.