ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی

لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی

author avatar
26 Jan 2024 - 14:56
لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی
author avatar
26 Jan 2024 - 14:56

 مهترلام (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۲): د کابل – جلال‌اباد پر لویه لار د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.

 د لغمان د امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزی پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار شاوخوا ۷ بجې د کابل – جلال‌اباد پر لویه لار د قرغیو ولسوالۍ اړوند خیروخیلو سیمه کې یو فورنر موټر د سړک غاړې له پلچک سره لګېدلی چې له امله یې یاد موټر اور اخیستی او په بشپړ ډول سوزیدلی دی.

نوموړی وايي، په دې پېښه کې یو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.

د هغه په خبره، پېښه د موټرچلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې او زیاتوي چې د پېښې ټپي ولایتي روغتون ته لیږدول شوی دی.

Views: 919

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.