جلالاباد (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۲): د ننګرهار پوهنتون په کوربهتوب د لوړو زدهکړو وزارت له لوري د اقليم بدلون درې ورځنی نړۍوال کنفرانس پيل شو.
په دغه کنفرانس کې د افغان چارواکو، څېړونکو، استادانو او د ننګرهار علمي شخصيتونو ترڅنګ د يو شمېر بهرنيو هېوادونو استادان هم ګډونوال لري چې په خپلو مقالو کې به له افغان مسوولينو سره د اقليم بدلون په تړاو خپل نظرونه شريک کړي او د اقليم له بدلون سره د مبارزې تګلارې جوړېدو برخه کې به ترې ګټه واخیستل شي.
د دغه کنفرانس لپاره شاوخوا ۲۵۰ څېړنیزې مقالې لېږل شوې چې له ډلې یې ۲۰ مقالې له بهرنیو هېوادونو دي.
د کنفرانس په پيل کې د ننګرهار پوهنتون رييس پوهاند خلیلاحمد بهسودوال وويل، دا چې افغان حکومت څنګه کولای شي د اقلیم له بدلون سره مبارزه وکړي، په همدې موخه نن په ننګرهار کې پر یاده موضوع نړۍوال کنفرانس جوړ شوی دی.
هغه زياته کړه: «دغه نړۍوال کنفرانس به ۳ ورځې دوام وکړي او د پوهنتون استادانو له لوري چمتو شوې مقالې په کې وړاندې شي او په راتلونکي کې به په یاده برخه کې ترې ګټه اخیستل کېږي.
دغه کنفرانس ته د رياستالوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير هم راغلی و چې د اقليم د بدلون برخه کې یې له ګاونډيو او نړۍوالو هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړيکو په تړاو خبرې وکړې.
هغه وويل، افغانستان د اقلیم بدلون له اړخه ډېر زیان لیدلی چې له کبله يې ډېری افغانان له ګڼو ناروغیو سره مخ شوي او دا د ټولو، که دولتي چارواکي یا عام وګړی وي - ګډ مسوولیت دی چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.
نوموړی زياتوي، اوسنی نظام هم په دې برخه کې ډېر جدي دی چې اوس یې د ځنګلونو وهل کېدو مخنیوی کړی او په دې برخه کې یې د ساتنې په موخه خاصه امنیتي قطعه هم جوړه کړې.
هغه زياته کړه: «یو ځل بیا پر ټولو ولس غږ کوم، څرنګه مو چې د اشغال پر وړاندې کلکه مبارزه کړې، دا رنګه باید د اقلیم برخه کې هم په ګډه خپله مبارزه وکړو؛ زموږ نظام غواړي ټولو دنیاوالو سره حسنه او ښې اړیکې ولري، هیچا ته به دا اجازه ورنه کړو چې دغه خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.
دغه راز، د کرنې وزارت سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري وويل چې په تېرو څو لسيزو کې جګړو او د اقليم تغیير له امله د ځمکې لاندې اوبو کچه ټيټه شوې او ورسره د ناروغيو کچه هم لوړه شوې ده.
د لوړو زدهکړو سرپرست وزير شيخ نداءمحمد نديم وويل، دا چې د ځمکې تودوخې درجه ورځ تر بلې په لوړېدو ده، نړۍواله ټولنه بايد د هغو وسایلو مخنیوی وکړي چې ځمکې او اقلیم ته زیان رسوونکي دي.
نوموړي زياته کړه: «هیله لرم د دغه کنفرانس له لارې نړۍوالو ته د اقلیم بدلون په اړه د افغانستان حقیقي انځور وړاندې کړو او دنیاوال هم په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.»
د یاد وزارت علمي مرستیال دوکتور لطفالله خیرخوا هم وويل، د نړۍ کمزوري اقتصاد لرونکي هېوادونه همدا اوس د پرمختللو هېوادونو له امله زیان ویني چې له دې ډلې افغانستان هم دی.
هغه زياته يې کړه چې پرمختللي هېوادونه باید د اقلیم بدلون له امله د اوښتو زیانونو تاوان ورکړي.
ټاکل شوې د اقليم بدلون دغه نړۍوال کنفرانس به سبا او بل سبا هم دوام وکړي چې د علمي مقالو د وړاندې کېدو ترڅنګ به په کې علمي چکر او د کورنيو توليداتو نندارتون هم جوړ شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP