Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تخار کې د ګازنیونې له امله د یوې کورنۍ درې کسان مړه شوي

تالقان (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۲): د تخار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په تالقان ښار کې د ګازنیونې له امله د یوې کورنۍ درې غړو ژوند له لاسه ورکړی، خو ځايي اوسېدونکي د مړو شمېر شپږ کسان بولي.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند مبین صافي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د تالقان ښار په چشمه‌شېر سیمه کې د ګازنیونې پېښه کې د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي دي.

خو د سیمې یو اوسېدونکی صدام‌حسین وايي چې تېره شپه په دغه پېښه کې یادې کورنۍ درې غړي مړه او درې نور مسموم شوي وو چې د تخار ولایتي روغتون ته له لېږدولو وروسته هغوی هم ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه وویل چې د دې پېښې په مړو کې دوه سړي، یوه ښځه او درې ماشومان شامل دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.