Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فراه او ننګرهار کې دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

فراه‌ښار - جلال‌اباد (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۲): په فراه او ننګرهار ولایتونو کې د نږدې یوولس میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه او د اوبو یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري پژواک خبري اژانس په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت خاکسفید ولسوالۍ په دیوار سرخ کلي کې د ۷،۶ میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

سرچینه وايي چې د دې پروژې مالي لګښت د یونيسف ادارې ورکړی او د جوړولو چارې د شپږو میاشتو په موده ترسره شوې دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې له دې شبکې به ۴۶۰ کورنۍ ګټه اخلي.

دغه راز د یو بل خبر له مخې، د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د څه باندې درې ميلیون افغانيو په لګښت يو کانال جوړ شو.

د ننګرهار د کرنې رييس مولوي عبدالستار محمد د دغه کانال پرانيستې پر مهال وویل، یاد کانال ۱۰۰۰ متره اوږدوالی لري چې په کې دوه سربندونه رغول شوي او ۲۲۲ متره استنادي دېوال ورته په اساسي ډول جوړ شوی دی.

نوموړي زياته کړه، د زاخېلو کانال کې ۲۸۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

د نوموړي معلوماتو له مخې، د کانال شاوخوا غونډیو کې ۳۴۵ تراسونه د باراني اوبو ذخیره کېدو په موخه هم کيندل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.