Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سږ کال د هېواد په کچه څه باندې ۸۰۰ ټنه تاریخ‌تېر او بې‌کیفیته خوراکي توکي او درمل له منځه وړل شوي

کابل (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د روان لمریز کال په اوږدو کې ۸۳۵ ټنه تاریخ تېر او بې‌کیفیته خوراکي توکي او درمل راټول کړي او له منځه وړي دي.

دغه څرګندونې د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وکړې.

هغه وویل، نن یې هم ۲۰ ټنه بې‌کیفیته او تاریخ‌تېر خوراکي توکي چې د کابل ښار له بېلابېلو ناحیو راټول شوي وو، له منځه یووړل.

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست په تېر حکومت تور پورې کړ چې د خوړو خوندیتوب برخې ته یې هيڅ کار نه دی کړی او دا برخه د اسلامي امارت له راتګ مخکې غیر فعاله وه.

هغه وویل چې امریکا، ناټو او د دوی متحدینو په افغانستان کې داسې کیمیاوي وسلې کارولې چې کلونه کلونه به د کرنې برخه ترې زیانمنه وي.

هغه زیاته کړه، نړۍ چې د خوارځواکو افغان ماشومانو او میندو په اړه کوم ارقام وړاندې کوي یو اساسي علت یې د خوړو نه خوندیتوب دی.

نوموړي پر نړۍ غږ وکړ، لکه څنګه چې د افغانستان په ټوټه کولو کې یې برخه اخیستې وه، داسې یې باید په ابادولو کې هم برخه واخلي.

د یادې ادارې سرپرست د معلوماتو له مخې، تېر کال د هېواد په کچه ۱۶۵۰ ټنه بېلابېل بې‌کیفیته او تاریخ تېر خوراکي توکي او درمل له منځه وړل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.