کابل (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۲): په اسلاماباد کې د ا.ا پخوانی سفیر د «اسلامي نړۍ بېوسۍ ته په کتو» د عصري ټکنالوجۍ علم د فرض عین په حالت کې بولي، وایي دا د اسلامي نړۍ د واکمنانو فرض او مسؤولیت دی چې د اسلامي واکمنۍ له اراضي د دنیا په اسبابو دفاع وکړي او دا اسباب بېعلمه نه مهیا کېږي.
په اسلاماباد کې د اسلامي امارت پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «ما ته د اسلامي نړۍ بېوسي دا راوښودل چې د عصري ټکنالوجۍ علم د فرض کفایي له حالته د فرض عین په حد کې دی؛ ځکه چې د اسلامي ثغوراتو او ارضي تمامیت څخه دفاع فرض عین ده او ټول اسلامي امت اوس د دې دفاع څخه عاجز دی.»
هغه لیکلي، په ځانګړې توګه دا د اسلامي نړۍ د واکمنانو فرض او مسؤولیت دواړه جوړیږي چې د اسلامي واکمنۍ له اراضي د دنیا په اسبابو دفاع وکړي او دا اسباب بېعلمه نه حاصلېږي.
هغه زیاته کړې: «هغه کسان چې د عصري علومو سره مخالفت ښیي او یا یې د نه اهمیت او کمزوري کېدو لپاره دلایل تراشي، یا خپله په مرکب جهل کې لتاړ دي او یا د اسلام په جامه کې د مسلمانانو شعوري دښمنان دي، دا منم چې د مظلوم سره د الله نصرت ملګری وي، خو دا نصرت د مسوولیت وروسته نه، بلکه د مظلومیت وروسته دی چې د مخلصو مؤمنانو په بېساري قرباني، ذلت او توهین سره راځي چې دا هم د الله او مؤمنانو په وړاندې لوی مسووليت دی چې د واکمنانو په لاأبالي او غفلت سره مؤمنان دومره زیاته قرباني ولې ورکوي.»
ضعیف زیاتوي: «د یوه مسلمان په توګه مې واکمنانو ته سپارښتنه او مسلمانانو ته توصیه دا ده چې پر دین د پوهاوي او اسلامي تربیت سره یوځای عصري علومو ته د دین او اسلامي شعایرو د دفاع په نیت مخه کړي، څو مو علم منتج او ژوند مو في سبیلالله تیر شي.»
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو پر خپرونو د څار پخواني رییس عبدالحق حماد هم لیکلي: «د غزې جنګ ثابته کړه چې اوسني مسلمانان د خپل دښمن پر وړاندې بې وسه دي، د عقيدې ضعف، داخلي اختلافات، د مهمو هېوادونو خاین رهبران، د ټکنالوجۍ نه زده کړه، د ستراتيژيک پلان نه شتون، د اقتصادي زېرمو ناوړه مديريت او د ځينو شرعي نصوصو ناسم تعبير د امت د بېوسۍ اصلي عوامل دي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP