[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۲): افغانستان د کرکټ په لومړۍ یوه ورځنۍ نړۍواله لوبه کې ایرلینډ ته د ۳۵ منډو په توپیر ماته ورکړه.
دا لوبه چې نن (د کب ۱۷مه) د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې ایرلینډ وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د افغانستان د پیل لوبغاړو رحمنالله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د ۱۵۰ منډو ستره ملګرتیا وکړه او خپلې لوبډلې ته یې ښه بنسټ کېښود.
ملي لوبډلې په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۳۱۰ منډې جوړې کړې او ایرلینډ ته یې د ۳۱۱ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري ګربز ۱۲۱، ابراهیم ۶۰، حشمتالله شهیدي او محمدنبي ۴۰ منډې جوړې کړې.
د ایرلینډ لوبډلې چې د هدف ترلاسه کولو لپاره لوبه پیل کړه، په ۳۰ منډو یې درې مهم لوبغاړي وسوځېدل، خو ورپسې ټریکټر او ټکر د ۱۷۰ منډو ملګرتیا وکړه، خو نورو لوبغاړو ورسره ملتیا ونه کړه او په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۷۵ منډې جوړې کړې.
دغه راز افغانستان دا لوبه د ۳۵ منډو په توپیر وګټله.
د افغانستان له لوري فضل الحق فاروقي څلور، عظمت عمرزي دوه، نوراحمد او ګلبدین نایب یو یو لوبغاړي وسوځول.
[/restrict]
Views: 16
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن