Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عمران خان پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه غندلي

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۲ وری، ۱۴۰۲): د ‎پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه غندلي او ويلي يې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو خرابیدل د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ ناکامي څرګندوي.

د ‎پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان دغه څرګندونې په زندان کې له خبریالانو سره د خبرو پرمهال کړې او ویلی یې دي، که افغانستان سره اړېکې خرابې شي؛ نو پاکستان کې به د ترهګرۍ پېښو کې زیاتوالی راشي.

نوموړي دغه‌راز ويلي چې د افغانستان حکومت ورته د پاکستاني طالبانو   ‎(TTP)د مسلې حل برخه کې د مرستو ډاډ ورکړی و، خو په خبره یې د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان په زور واکمن شوي حکومت افغانستان ته پاملرنه نه ده کړې چې له امله یې پاکستاني طالبانو سره خبرې ناکامه شوې او درد یې پاکستان ولس ګوري.

هغه زياته کړې، د افغانستان په ګډون ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د اړېکو خرابیدل د پاکستان د بهرنۍ پاليسي ناکامي څرګندوي.

د يادونې ده چې عمران خان دا مهال په زندان کې دی خو هر وخت په ځینو مهمو مسئلو کې د خپل نظر څرګندونه کوي.

د یادونې ده چې د پاکستان جېټ الوتکو څو ورځې مخکې د افغانستان په ځینو سیمو کې پر افغان خاوره هوايي بریدونه وکړل.

د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.