ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټران: که د ماشوم د شپې متیازو تلو تکلیف درملنه پر وخت و نشي ښايي رواني ستونزې پیدا کړي 

ډاکټران: که د ماشوم د شپې متیازو تلو تکلیف درملنه پر وخت و نشي ښايي رواني ستونزې پیدا کړي 

author avatar
25 Mar 2024 - 18:36
ډاکټران: که د ماشوم د شپې متیازو تلو تکلیف درملنه پر وخت و نشي ښايي رواني ستونزې پیدا کړي 
author avatar
25 Mar 2024 - 18:36

 کابل (پژواک،۶ وری ۱۴۰۳): ډاکټران ارثیت، د مثانې کمروزتیا او د مور او پلار ناسم چلند د خوب پرمهال بستره کې د ماشومانو د متیازو تلو عمده لاملونه بولي او  وایي، که د دغه تکلیف درملنه پر وخت و نه شي، ښايي په ماشومانو کې روحي او رواني ستونزې را پیدا کړي.

د کابل ښار کارته‌نو سیمه کې د باختر روغتون د ماشومانو د داخلي ناروغيو ډاکټر عبدالحق قاري‌‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل، ځيني ماشومان د مثانې د نه کنټرول له امله نشي کولای چې د خوب پرمهال خپلي متیازې ونیسي.

د هغه په خبره، ارثیت، له خوب مخکې ماشوم ته تشنباب ته د تلو تمرین نه ور زده کول، بدن کې د ځينو هورمونونو نامنظم کېدل او د والدینو ناسم چلند د شپې پرمهال بستره کې د ماشومانو د متیازو تلو له عمده لاملونو څخه دي.

د هغه په وینا، که د خوب په بستره کې د ماشومانو د متیازو تلو تکلیف درملنه پر وخت و نه شي، ماشومانو کې د روحي او رواني ستونزو لامل کېږي او په پایله کې ماشوم له ټولنې لرې کېږي او په ځینو مواردو کې آن د ځان‌وژنې اقدام کوي.

نوموړی له کورنیو غواړي چې خپلو ماشومانو ته باید په ناوړه او بدو الفاظو غږ ونه کړي او هغوی ته پېغور ور نه کړي، بلکې حل‌لارو موندلو او د ماشوم درملنه برخه کې اقدام وشي.

نوموړي د یادې ستونزې د هواري ځینو لاروچارو ته په اشارې وویل: «د دغې ستونزې د هواري لپاره لومړی باید ماشوم ته تمرین ورکړل شي چې مخکې له خوبه حتماً تشناب ته ولاړ شي او د شپې په جریان کې دې له خوبه یو یا دوه ځله را ويښ او د حاجت رفع کولو لپاره تشناب ته بوتلل شي.»

دغه‌راز، نوموړي له والدینو وغوښتل چې له خپلو ماشومانو سره باید بد او ناسم چلند ونه کړي؛ ځکه په ماشومانو کې د شپې په خوب کې د متیازو تلو یو لامل همدا ناوړه او ناسم چلند دی.

هغه وویل چې ماشومان باید د شپې له خوا له نوشابو څښلو او ستروس مېوو خوړلو  ډډه وکړي، ځکه دا شیونه د متیازو ډېرېدو لامل کېږي.

خو نوموړی سپارښتنه کوي چې د ورځې له خوا ماشومانو ته باید ډېرې اوبه ورکړل شي څو د ماشومانو وجود له کم‌ابۍ سره مخ نه شي.

ډاکټر قاري‌زاده وایي، که سره له دغو لارښوونو ماشومان بیا هم د شپې په بستره کې متیازې کوي، باید متخصص ډاکتر ته مراجعه وشي څو په درملو یې درملنه وشي.

د کابل ښار د اریانا کمپلکس روغتون کې د ماشومانو د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر عبدالرشید منصور پژواک ته وویل، ارثیت، د د خوب پرمهال د مثانې ډکېدل، قبضیت او له ماشومانو سره د والدینو بد او ناسم چلند هغه عوامل دي چې په ماشومانو کې د شپې په خوب کې د متیازو تلو لامل کېږي.

هغه زیاته کړه: «که مور یا پلار په ماشومتوب کې د شپې له خوا په خوب کې د متیازو تلو ستونزه تجربه کړې وي، د یادې ستونزې فیصدي یې په ماشوم کې هم لوړېږي.»

نوموړي وویل: «که له شپږ کلنۍ مخکې په ماشومانو کې د شپې په ځای کې د متیازو تلو ستونزه وي، نو په دوا سره درملنې ته یې اړتیا نشته، خو که له شپږ کلنۍ وروسته د شپې په خوب کې د متیازو کولو ستونزه لري، نو د طبابت له نظره باید درملنه یې وشي.»

هغه هم والدینو ته سپارښتنه وکړه چې له خپلو ماشومانو سره ښه او سم چلند ولري ځکه چې بد او ناسم چلند په ماشومانو کې د ځینو ستونزو په ځانګړې توګه د شپې پرمهال بستره کې د متیازو تلو لامل کېږي.

نوموړی د یادې ناروغۍ درملنې په اړه وایي: «د یادې ستونزې درملنه په دوو طریقو سره کیږي چې یوه یې د درملو په وسیله او بله یې د کورنیو اړوند د درملنې طریقه ده چې باید له ماشوم سره همکار واوسي، که کومه شپه ماشوم خپله بستره لمده نه‌کړي، باید تشویق کړل شي او که یې لمده کړي باید بد چلند ورسره ونه شي.»

ده وویل چې د شپې پرمهال دې له ګازلرونکو نوشابو او ډېرو مایعاتو څښلو ډډه وشي او که چېرې دغو لاروچارو نتیجه ورنکړه باید د دوا په وسیله یې درملنه وشي.

کورنۍ

د کابل ښار د اتمې ناحیې یوه اوسېدونکي خالد احمدي پژواک ته وویل، اته کاله کېږي چې لور ته یې د خوب پرمهال بستره کې د متیازو تلو ستونزه پیدا شوې او ډاکټرانو هم ورته سپارښتنه ورته کړې چې له خپلې لور سره دې له بد او ناسم چلند نه کار نه اخلي.

نوموړی وایي، اوسمهال  دغه نجلۍ د ډاکتر تر درملنې لاندې ده او اوس ډېره ښه شوې ده.

دغه‌راز، د کابل ښار د قلعه زمان‌خان یوه اوسېدونکې ذکیه وایي چې اته کلنه لور یې په ورته ستونزې اخته وه، خو د ځینو لارو چارو پرمټ چې د ډاکټرانو له خوا ورته توصیه شوې وې، اوس یې لور دغه له دغه ستونزې خلاصه شوې ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.