ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو ملاتړ لپاره ۶۲۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

ملګري ملتونه: ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو ملاتړ لپاره ۶۲۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

author avatar
6 Apr 2024 - 14:51
ملګري ملتونه: ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو ملاتړ لپاره ۶۲۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده
آرشیف
author avatar
6 Apr 2024 - 14:51

کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۳): د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ پاسفیک – اسیایي برخې اعلان کړی چې ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو ملاتړ لپاره ۶۲۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

یاد سازمان پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، په یاده اندازه پیسو به ۲۰۲۴ کال کې له ۴،۸ میلیون افغان کډوالو او ۲،۵ میلیون د کوربه ټولنو غړو سره مرسته وکړي.

د یاد سازمان په وینا، له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو تر څنګ په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې افغانستان کې زلزلو، د اقلیمي بدلونونو بحران او ویجاړوونکو طبیعي پېښو وضعیت لا خراب کړی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ زیاته کړې، د نږدې ۲۳،۷ میلیون کسانو ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

یاد بنسټ ټینګار کړی چې په ۲۰۱۴ کال کې به افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې وضعیت ننګونکی وي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ خپل راپور کې لیکلي، ایران او پاکستان د نږدې ۷،۷ میلیون افغانانو کوربه دي چې نږدې ۱،۶ میلیون کسان له ۲۰۲۱ کال څخه را په‌دېخوا یادو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم پاکستانۍ رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله خبر ورکړی و چې افغان کډوالو په اړه له مخکې معلومات راټول شوي او د ایستلو پروسې دویم پړاو به د اپرېل په ۱۵مه پیل شي.

پاکستان د تېر کال له نومبر میاشتې څخه تر اوسه نږدې ۵۲۰ زره بې‌اسناده افغان کډوال افغانستان ته راستانه کړي دي.

Views: 59

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.