کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت وايي، خوست کې امنیتي ځواکونو درې هغه کسان چې غوښتل یې د پیسو په بدل کې یوه کور ته لاسي بمونه وغورځوي، نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت دغه خبر نن پر خپله اېکسپاڼه خپور کړی دی.
سرچینې زیاته کړې، له نیول شوو کسانو درې لاسي بمونه هم ترلاسه شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د هغه کس د نیولو هڅې هم روانې دي چې یادو کسانو ته یې د دغه «ناوړه» کار لپاره پیسې ورکړې وې.
د یو بل خبر له مخې، د کابل امنیې قوماندانۍ نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې پولیسو تېره ورځ د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یو کس د نشې له زرګونو ګولیو سره نیولی دی.
سرچینې زیاته کړې چې له نیول شوي کس سره اووه زره او ۷۰۰ ذیکب ټابلیټونه نیول شوي دي.
د سرچینې په حواله، د نیول شوي کس دوسیه به له ابتدايي څېړنې وروسته اړوندو بسټونو ته وسپارل شي.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن