ژبه

المرصاد: د خیبر پښتونخوا قمبرخېلو کې د داعش یو مرکز د بې‌پيلوټه الوتکو بریدونو کې له منځه وړل شوی

احمدصهیب حسرت

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۰۹:۲۸

Views: ۲۲

کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۵): المرصاد راپور ورکړی چې تېره شپه د خیبر پښتونخوا د خيبر ایجنسۍ په «قمبرخېلو» سیمه کې د داعش یو پټ مرکز د بې‌‌پیلوټه الوتکو بریدونو کې له منځه وړل شوی دی.

راپور کې راغلي، داعشيانو په قمبرخېلو سیمه کې ياد پټ مرکز د دې لپاره جوړ کړی و، څو له هغه ځایه په سیمه او ګاونډیو ساحو کې د تخریبي او شومو موخو لپاره د جلب او جذب او بریدونو پلانونه تنظیم کړي.

سرچینه زیاتوي، همداراز په یاد مرکز کې داعشي جنګیالو ته روزنیزه دوره تدریسېده چې د دغه برید په نتیجه کې په مرکز کې موجود ټول داعشیان مړه او ژوبل شوي دي.