ژبه

کندهار کې د صنعتي پارک زر جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راوګرځول شوه

امین سمسور

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۶:۰۲

Views: ۲

کندهار (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵): چارواکي وایي، کندهار کې د صنعتي پارک شاوخوا زر جریبه ځمکه چې نږدې دوې لسیزې مخکې د یو شمېر زورواکو له لوري غصب شوې وه، د قانوني او اداري مراحلو تر بشپړېدو وروسته بېرته راوګرځول شوه.

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل د شنبې په ورځ پژواک ته وویل، د امارتي ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو د لوی کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ، د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي د امنیې قوماندانۍ، استخباراتو او نورو اړوندو ادارو په همغږۍ د کندهار ښار د پنځمې ناحیې اړوند د صنعتي پارک شاوخوا زر جریبه ځمکه له غاصبینو بېرته ترلاسه کړه.

هغه زیاته کړه، هغو کسانو چې پر یادې ځمکې یې د ملکیت ادعا لرله، څو ځله ترې د قانوني او شرعي اسنادو غوښتنه شوې وه او د معتبرو اسنادو د نه وړاندې کولو له امله ورته پرله‌پسې خبرتیاوې ورکړل شوې وې تر څو ځمکه په خپله خوښه وسپاري او له سیمې ووځي.

د حقمل په وینا، د خبرتیاوو له نه منلو وروسته تخنیکي پلاوي عملي اقدام وکړ او په یاده سیمه کې یې جوړې شوې ودانۍ او تاسیسات ونړول او ځمکه یې له غصب څخه را وګرځوله.

هغه وویل، حکومت هڅه کوي چې د غصب پر وړاندې عملیات د شرعي، حقوقي او اصولي معیارونو له مخې ترسره شي او هیچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې امارتي ځمکې په زور یا په غیرقانوني ډول ونیسي.

چارواکي وایي، د صنعتي پارک دغه ځمکه به د صنعت او سوداګرۍ د پراختیا لپاره وکارول شي او پانګوالو ته به د قانوني میکانیزم له لارې د استفادې زمینه برابره شي.

پژواک تر دې وړاندې څو ځله په خپلو راپورونو کې د کندهار د صنعتي پارک د ځمکو د غصب، د پانګوالو د شکایتونو او د صنعت د پراختیا پر وړاندې د رامنځته شوو خنډونو په اړه راپورونه خپاره کړي وو.

د کرنې ریاست د چارواکو د معلوماتو له مخې، په کندهار کې په تېر یوه کال کې شاوخوا ۳۵ زره جریبه امارتي ځمکه له غصب څخه بېرته راګرځول شوې ده.