ژبه

ملي دفاع وزارت: تېره شپه په پاکستان کې د داعش مرکزونه تر بریدونو لاندې ونیول شول

احمدصهیب حسرت

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۱:۴۲

Views: ۱

کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۵): د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، تېره شپه د دغه وزارت د هوايي ځواک له لوري د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د داعش ځیني مرکزونه تر بریدونه لاندې ونیول شول.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا هغه مرکزونه وو چې د ځینو استخباراتي کړيو په مرسته پکې د افغانستان پر خاوره بریدونه پلان کېدل او په تېر کې ترې یو شمېر خونړي بریدونه ترسره شوي هم وو.

سرچینه زیاتوي: «دغه بریدونه چې د بلوچستان ایالت د قلعه عبدالله ولسوالۍ د ګلستان په ساحه کې او د چاغي ولسوالۍ د ګردي ځنګل په شکر اب ساحه کې ترسره شول، د شر او فساد او ساعین بالفساد ګډ مراکز پکې په نښه شول، همدا راز د خیبر پښتونخوا اورکزیو ایجنسۍ د قمبرخېلو په ساحه کې بیا د داعش خراسان څانګې یو مرکز چې ځيني کلیدي مشرانو یې هم ورته تګ راتګ لاره، تر برید لاندې ونیول شو.»

‏یاد وزارت لیکلي، د لومړنيو معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې مهم او مطلوب اهداف په نښه شوي دي.

ملي دفاع وزارت لیکلي چې له دې وروسته به افغانستان د خپل امنیت او ثبات پر وړاندې هیڅ ډول ګواښ او تهدید ته وخت ور نه کړي او له خپلو ټولو امکاناتو په ګټې اخیستنې به یې له منځه یوسي.