ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناروې، ایرلنډ او اسپانیا فلسطین د یوه خپلواک هېواد‎ په توګه په رسمیت پېژني

ناروې، ایرلنډ او اسپانیا فلسطین د یوه خپلواک هېواد‎ په توګه په رسمیت پېژني

author avatar
22 May 2024 - 19:26
ناروې، ایرلنډ او اسپانیا فلسطین د یوه خپلواک هېواد‎ په توګه په رسمیت پېژني
author avatar
22 May 2024 - 19:26

کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د ناورې دولت اعلان کړی چې دغه هېواد غواړي فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني؛ له دې سره هم‌مهاله رسنیو راپور ورکړی چې ایرلنډ او اسپانیا به ډېر ژر فلسطین په رسمیت وپېژني.

د رویټرز د راپور له مخې، د ناورې لومړي وزیر یوناس ګهر استور نن (چهارشنبه د غبرګولي ۲مه) د مخکنیو راپورونو په تایید اعلان کړی چې خپلواک فلسطین هېواد به د مې په ۲۸مه (د غبرګولي ۸ مه) په رسمیت وپېژني.

هغه زیاته کړې چې تر راتلونکو شپږو ورځو به فلسطین د ناورې او ځینو نورو اروپايي هېوادونو له لوري په رسمیت وپېژندل شي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر هیله‌مندي ښودلې چې دغه پرېکړه به د فلسطین او اسراییلو تر منځ د جګړې د پای ته رسېدو لامل شي.

په ورته مهال، رویټرز د سرچینو له قوله راپور ورکړی چې ایرلنډ او اسپانیا به ډېر ژر فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.

د ایرلنډ لومړي وزیر سیمون هریس ویلي چې هېواد یې له اسپانیا او ناروې هېوادونو سره په همغږۍ دغه پرېکړه کړې او دغه ورځ یې د فلسطین او ایرلنډ لپاره یوه «تاریخي ورځ» بللې ده.

د خپلواک هېواد په توګه د فلسیطن په رسمیت پېژندلو په اړه د یادو هېوادونو دغه پرېکړه تل‌اویو له سخت غبرګون سره مخ شوې او د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر له ناروې او اسپانیا څخه د خپل هېواد سفیران ورغوښتي دي.

بلخوا، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې د خپلواک هېواد په توګه د فلسیطن په رسمیت پېژندنې په اړه د ناروې، ایرلنډ او اسپانیا هېوادونو له دغه اقدامه هرکلی کړی دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.