Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کونړ یو شمېر سیمو کې زده‌کوونکي له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو ته لاسرسی نه‌ لري

اسعداباد (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۳): د کونړ د یو شمېر لرې‌پرتو سیمو اوسېدونکي شکایت کوي چې د منځنیو ښوونځیو او لېسو کمښت له امله یې د ماشومانو زده‌کړې نیمګړې پاتې کېږي.

د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د بادرمشال درې اوسېدونکي او قومي مشر محمد‌عظیم پژواک خبري اژانس ته وویل، په سیمه کې یې زرګونه خلک ژوند کوي خو یوازې یو لومړنی ښوونځی ورته جوړ شوی دی.

هغه وویل، بادرمشال دره د ناړۍ ولسوالۍ له مرکزه ۳۴ کیلومتره لرې پرته ده چې پوخ سړک هم نه‌لري.

نوموړي زیاته کړه: «مونږ په یوه غرنۍ سیمه کې ژوند کوو چې د ولسوالۍ له مرکزه ډېره لرې پرته ده، سړک مو خراب دی، یوازې یو لومړنی ښوونځی راته فعال دی، ماشومان مو کله تر شپږم ټولګي زده‌کړې وکړي، نورې زده‌کړې ترې بیا پاتې وي؛ ځکه نه متوسطه شته او نه لېسه، لېسه د ولسوالۍ بازار کې ده.»

هغه زیاتوي، د سیمې خلک یې لېواله دي چې پر خپلو ماشومانو زده‌کړې وکړي، خو د اسانتیاوو د نشتوالي له امله له ډېرو کوچنیانو له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې پاتې کېږي.

دغه راز، د دې ولسوالۍ د باټاش درې اوسېدونکي امان‌الله وویل، د تېر جمهوري نظام له چارواکو يې څو ځله په سیمه کې د لېسې جوړولو غوښتنه کړې وه خو دا هیله يې تر اوسه نه ده پوره شوې.

هغه زیاته کړه: «زمونږ ډېر ماشومان چې له نهم ټولګي فارغ شي، بیا ترې نورې زده‌کړې پاتې وي؛ ځکه له موږ څخه لېسه ډېره لرې ده او ماشومان مو نشي کولی چې له ۳۳ کیلومتره ډېر پلی مزل وکړي.»

همدارنګه د یادې سیمې د لومړني ښوونځي د شپږم ټولګي زده‌کوونکي سمیع‌الله وویل: «له زده‌کړو سره ډېره مینه لرم، غواړم چې ډاکټر شم، خو زموږ په سیمه کې له نهم ټولګي پورته د زده‌کړو زمینه نه‌ده برابره او اندېښنه لرم چې که دلته لېسه جوړه نه‌شي نو زده‌کړې به رانه پاتې شي.»

دا ستونزه یوازې تر ناړۍ ولسوالۍ محدوده نه ده، بلکې د ماڼوګي ولسوالۍ د کړنګل درې اوسېدونکي هم له ورته ستونزې څخه ټکوي.

د یادې درې یو تن قومي مشر امین‌الله شهاب پژواک خبري اژانس ته وویل، کړنګل دره تېرو کلونو کې د جګړو تود سنګر و او په خبره یې چې د پوهنې ترڅنګ ورته په نورو برخو کې هم خاصه پاملرنه نه ده شوې.

هغه زیاته کړه، د ماڼوګي ولسوالۍ په مرکز کې لېسه شته خو لاره یې ډېره ده او ماشومانو ته یې تګ راتګ ستونزمن دی.

نوموړي وویل، د سیمې ډېر ځوانان چې پخوا له نهم ټولګي فارغ شوي، اوس اوزګار دي او د زده‌کړو له کاروانه شاته پاتې شوي دي.

شهاب وویل: «کړنګل دره کې ګڼ لوی او واړه کلي شته چې شاوخوا ۳۰ زره اوسېدونکي لري، خو یوازې یو منځنی ښوونځی لرو چې زمونږ ماشومانو لپاره بسنه نه‌کوي.»

دوی له اسلامي‌امارته غوښتنه کوي چې سیمو کې یې منځني ښوونځي او لېسې جوړې او یا دې همدا اوسنیو لومړنیو ښوونځیو ته ارتقا‌ ورکړي.

د یادو سیمو اوسېدونکي اندېښنه لري که اولادونو ته یې له شپږم ټولګي د پورته زده‌کړو زمینه برابره نشي، د زده‌کړو له نعمته به محروم او بیا به د ټولنې په اوږو بار وي.

خو بل لور ته د کونړ د پوهنې ریاست مسوولین وایي، هڅه کوي چې د خلکو ستونزو او غوښتونو ته په پام دغه ولایت کې د پوهنې د ودې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

د کونړ د پوهنې رییس مولوي محب‌الله حیدري پژواک خبري اژانس ته وویل، د باټاش، بادرماشال او د کونړ نورو هغو سیمو کې چې ښوونځي یې ارتقا ته اړتیا لري، په اړه یې وړاندیزونه د پوهنې له وزارت سره شریک کړي او تمه ښیي چې د نوي تعلیمي کال له پیل سره سم به یې د ارتقا چارې په عملي توګه پیل شي.

نوموړي یادو سیمو کې د نوو ښوونځیو د جوړېدو په اړه څه ونه ویل.

کونړ د هېواد په ختیځ کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پروت غرنی ولایت دی چې د لرې پرتو سیمو خلک یې د پوهنې، روغتیا، بیارغونې، کرنې او مخابراتي خدماتو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.