ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اوتونبایوا: د دوحې غونډه افغانستان کې د کوکنارو بدیل کښت ته د تمویلوونکو د پام اړولو ښه فرصت دی

اوتونبایوا: د دوحې غونډه افغانستان کې د کوکنارو بدیل کښت ته د تمویلوونکو د پام اړولو ښه فرصت دی

author avatar
28 May 2024 - 10:59
اوتونبایوا: د دوحې غونډه افغانستان کې د کوکنارو بدیل کښت ته د تمویلوونکو د پام اړولو ښه فرصت دی
author avatar
28 May 2024 - 10:59

کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان د کرنې سرپرست وزیر د یوناما له مشرې رزا اوتونبایوا سره په ليدنه کې د کوکنارو د بدیل کښت برخه کې له نړۍوالو سازمانونو د همکارۍ غوښتنه کړې او اوتونبایوا ویلي چې د دوحې غونډه دې موضوع ته د تمویلوونکو د پام اړولو لپاره ښه فرصت دی.

ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته د راتلونکې چنګاښ میاشتې په لسمه او یوولسمه جوړه شي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې رزا اوتونبایوا سره لیدلي او د دوحې د یادې ناستې په اړه یې خبرې کړې دي.

سرچينه زیاتوي، مولوي عطاءالله عمري په دې ليدنه کې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت صفر ته د راټیټولو برخه کې د اسلامي امارت د هڅو په اړه خبرې کړې او د هېواد بزګرانو ته یې د بدیل معیشت په رامنځته کولو کې د نړۍوالو سازمانونو د همکارۍ غوښتنه کړې.

عمري هیله څرګنده کړې چې د ملګرو ملتونو اداره او د کرنې برخه کې فعالې نورې مؤسسې د کوکنارو د بدیل کښت په معرفي کولو او له بزګرانو د ملاتړ برخو لا ډېر تمرکز وکړي.

هغه وایي: «اسلامي امارت د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی او زموږ هیله دا ده چې د بزګرانو ملاتړ وشي، د هغوی لپاره مناسب بدیلونه چمتو شي څو د ژوند اړتیاوې یې پوره کړي.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د يوناما مشرې ویلي: «د دوحې په درېیمه ناسته کې به په افغانستان کې د خصوصي سکټور، بانکدارۍ او نشه‌یي توکو پر مسئلو خبرې وشي چې‌ په کې د ۲۵ هېوادونو، درېیو نړۍوالو بنسټونو او د اسیایي بانک او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام استازي ګډون کوي.

اوتونبایوا زياته کړې چې د دوحې په غونډه کې د اسلامي امارت د استازي ګډون د کوکنارو د بدیل د معرفي کولو او د تمویلوونکو د پام اړولو لپاره مهم دی او دا یو ښه فرصت دی.

سرچینه دغه راز زياتوي، د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته د افغانستان د کروندګرو او خلکو پر وړاندې د ملګرو ملتونو پر بې‌تفاوتۍ او نه پاملرنې نیوکه کړې او ويلي يې دي: «اسلامي امارت په افغانستان کې د کوکنارو کښت کچه صفر ته راټیټه کړه، خو ملګري ملتونه او همکارو موسسو یې د افغانستان خلکو او بزګرانو ته هيڅ کار نه دی کړی، په داسې حال کې چې د کوکنارو پر کښت بندیز د افغانستان او نورو هېوادونو پر خلکو مثبت اغېز کړی.»

سرچينه لیکي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام د دفتر مرستیالې ثریا بوزرکوا په یاده کتنه کې ویلي: «موږ باید د کوکنارو د کښت پر بدیل کار وکړو څو د بزګرانو اړتیاوې پوره کړو؛ خپلو هڅو ته به دوام ورکړو او همکاري مو باید دوه اړخیزه وي.»

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت د محدودیت له لګولو وروسته، په خپلو کمو امکاناتو د کوکنارو د بدیل کښت لپاره پنځه کلنه طرحه جوړه کړې او د هغې پلې کولو لپاره کار کوي.

Views: 28

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.