کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۱۴۰۳): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي تاجالدین اویوالې ویلي چې د اسیا پراختیایي بانک له مسوولینو سره یې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.
هغه نن (جمعه) پر اېکسپاڼه لیکلي چې دواړه لوري د اساسي خدماتو پر پراخولو او په افغانستان کې اړمنو ته د رسېدنې لپاره د لا ډېرو فرصتونه پر برابرولو بوخت دي.
اویوالې زیاته کړې: «د ویاړ خبره وه چې د اسیا پراختیایي بانک سره لیدنه او په افغانستان کې د ماشومانو او مېرمنو د ملاتړ لپاره د یونیسف همکاري پیاوړې کوو. موږ په ګډه د اړینو خدماتو پراخولو او د لا نورو فرصتونو په رامنځته کولو اخته یو، څو له تر ټولو ډېرو اړمنو سره مرسته وکړو.»
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو له دې مخکې ویلي وو چې سږ کال په افغانستان کې نږدې ۲۳ میلیونه کسان چې څه باندې ۱۲ میلیون یې ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
دغه راز، نړۍوال بانک هم په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغانستان د خوړو د نه خوندیتوب له جدي ناورین سره مخ دی چې د هېواد د نفوس نږدې یو پر دریمه برخه وګړي یې اغیزمن کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP