کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان لپاره د متحده ایالتونو ځانګړی استازی وایي، په واشنګټن کې یې له ازبکستان چارواکو سره په افغانستان کې د ګډو ګټو او په دې برخه کې پر حللارو خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځاګړي استازي توماس وېسټ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، خوښ دی چې په واشنګټن کې یې د ازبکستان د ملي امنیت شورا د مرستیال کاملوف او د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ځانګړي استازي ارګاشف کوربهتوب کړی دی.
هغه لیکلي چې په دې لېدنه کې یې په افغانستان کې د یو شمېر ګډو ګټو او په دې برخه کې پر حللارو خبرې کړې دي.
هغه په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP