ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بښنې نړۍوال سازمان: پاکستان دې د افغان کډوالو ایستلو لړۍ ودروي

د بښنې نړۍوال سازمان: پاکستان دې د افغان کډوالو ایستلو لړۍ ودروي

author avatar
21 Jun 2024 - 11:57
د بښنې نړۍوال سازمان: پاکستان دې د افغان کډوالو ایستلو لړۍ ودروي
author avatar
21 Jun 2024 - 11:57

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د بښنې نړۍوال سازمان په داسې حال کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د ژر تر ژره درولو غوښتنه کړې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي هم ویلي، نړۍ باید له کډوالو د هرکلي ترڅنګ د هغوی له انساني حقونو دفاع وکړي.

د جون ۲۰مه د ګډوالو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.

د بښنې نړۍوال سازمان پرون (پنج‌شنبه) د کډوالو د نړۍوالې ورځې په مناسبت پر اېکس‌‌پاڼه لیکلي، افغان کډوال په پاکستان کې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي.

دغه سازمان زیاته کړې چې د پاکستان دغه پرېکړه د افغان کډوالو د ځورولو، نیولو او ترمنځ یې د احتمالي بېرته ستنولو د وېرې لامل شوې ده.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې څه باندې ۵۰۰ زره افغان کډوال له پاکستانه په زور ایستل شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د پاکستان حکومت د روان میلادي کال په اپرېل کې د دغه هېواد پولیسو ته سپارښتنه وکړه څو د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیل کړي.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پرون (پنج‌شنبه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، نړۍ باید له کډوالو د هرکلي ترڅنګ د هغوی له انساني حقونو دفاع وکړي.

هغه زیاته کړې: «د کډولۍ په نړۍواله ورځ، راځئ د نړۍ ټولیز مسوولیت د کډوالو د هرکلي او د هغو د انساني حقونو په دفاع او په ټوله کې د هغو کسانو د شخړو پر حل او فصل ټینګار وکړو چې د خپلو ټولنو پرېښودو ته اړ شوي وي، څو وکولای شي بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اونۍ پنجشنبې په ورځ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان وکړ چې د روان کال تر اپرېل میاشتۍ په نړۍ چې ۱۲۰ میلیون کسان بې‌ځایه شوي چې اصلي لامل یې نظامي جګړې دي.

د سرچینې په وینا، په نړۍ کې ډېری خلک د جګړو، تاوتریخوالي او ځورولو له امله د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي، چې شمېر یې له دې مخکې هیڅ کله دې کچې ته نه و رسېدلی.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.