ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوو میاشتو کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۶۰۹ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

دوو میاشتو کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۶۰۹ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

author avatar
25 Jun 2024 - 17:59
دوو میاشتو کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۶۰۹ زره مټریک ټنه انتقالات شوي
author avatar
25 Jun 2024 - 17:59

کابل (پژواک، ۵ جنګاښ ۱۴۰۳): د ټولګټو وزارت وايي، دوو میاشتو کې د هېواد اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۰۹ زره او ۱۵۸ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د یاد وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس نن پرخپله اېکس پاڼه لیکلي چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په تېرو دوو «غويي او غبرګولې» میاشتو کې یاده اندازه انتقالات شوي دي.

سرچینه وایي ، د حیرتان بندر له لارې ۴۷۱ زره او ۵۳۶ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۶۸ زره او ۶۷۶ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۶۸ زره او ۴۶۲ ټنه او د هرات – خواف له لارې ۴۸۴ ټنه توکي وارد او صادر شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، انتقالاتي توکو کې نفتي، غیرنفتي او نور توکي شامل دي.

د ټولګتو وزارت د ویاند په خبره، د انتقالاتو له ډلې ۳۳ زره او ۱۶۱ ټنه صادرات شوي چې لویه برخه یې وچه مېوه، معدني ډبرې او د انارو جوس دي.

د سرچینې په حواله، هرڅومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړېږي په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابرېږي، ملي عواید زياتېږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هوارېږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت هڅه کوي څو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.