Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی

author avatar
1 Aug 2024 - 15:10
د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی
author avatar
1 Aug 2024 - 15:10

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۳): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت، د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې، تندر او ناڅاپي سېلابونو د احتمال خبر ورکړی دی.

یاد وزارت نن (پنجشنبه، د زمري ۱۱مه) پر خپله اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې سبا او بل سبا (د زمري ۱۲مه او ۱۳مه) په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، میدان‌وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، زابل او کندهار ولایتونو کې د باران، تالندې او برېښنا او ناڅاپي سېلابونو د احتمال وړاندوینه شوې ده.

د سرچینې به وینا، په بېلابېلو برخو کې د باران کچه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو اټکل شوې ده.

سرچینه زیاتوي، د سالنګونو په ګډون د هېواد په شمالي، لوېدیځ، سوېلي، ختیځ او مرکزي ولایتونو کې د چټکو بادونو احتمال شته چې سرعت یې په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې اټکل شوی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.