کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۳): راپورونه وایي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ډېری غړو هېوادونو ایران کې د حماس سیاسي دفتر د مشر وژنه غندلې ده.
د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه او یو ساتونکی یې وړمه شپه په ایران کې د هغه د اوسېدو پر ځای په هوایی برید کې ووژل شول.
حماس د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې دغه برید «صهیونیستی دښمن» کړی او ایران ویلي چې د اسماعیل هنیه غچ به واخلي.
اناټولي خبري اژانس نن راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ایران په غوښتنه د هنیه د وژل کېدو په اړه بېړنۍ غونډه رابللې وه چې د روسیې، الجزایر او چین له خوا د دې غونډې ملاتړ کېده.
راپور کې راغلي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د ایران په پلازمېنه تهران کې د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه وژنه وغندله، خو د امریکا او بریتانیا دایمي استازو ایران د سیمې په بې ثباته کولو تورن کړ.
د راپورونو له مخې، د هنیه د جنازې مراسم د ایران د مذهبي مشر ایتالله سیدعلي خامنهيي په امامت نن سهار په تهران کې ترسره شول او ټاکل شوې چې سبا د جمعې په ورځ یې جنازه په دوحه کې خاورو ته وسپارل شي.
اسماعیل هنیه ایران ته د دغه هېواد د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه تللی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP