ژبه

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر یو ځل بیا تهران ته سفر کړی

کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سیدمحسن نقوي له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره یو ځل بیا د دغه هېواد پلازمېنې تهران ته سفر کړی دی.

مهر خبري اژانس راپور ورکړی چې محسن نقوي نن (چهارشنبه) د روانې اونۍ په ترڅ کې د دویم ځل لپاره تهران ته سفر کړی دی.

راپور کې راغلي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په خپل مخکني سفر کې د ایران له ولسمشر، د بهرنیو چارو له وزیر، د اسلامي شورا مجلس له رییس او همدارنګه د ایران د کورنیو چارو له وزیر سره لیدلي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون ویلي وو چې له ایران سره جګړه به «ډېر ژر» پای ته ورسېږي.

رویټرز راپور ورکړی چې د ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې امریکايي چارواکي له تهران سره په خبرو اترو کې د پرمختګ خبره کوي او په سیمه کې د کړکېچ کمېدو نښې هم لیدل کېږي.