ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بریتانیا: تېر کال کې مو له څه باندې ۲،۷ میلیون افغانانو سره مرسته کړې

بریتانیا: تېر کال کې مو له څه باندې ۲،۷ میلیون افغانانو سره مرسته کړې

author avatar
20 Aug 2024 - 13:23
بریتانیا: تېر کال کې مو له څه باندې ۲،۷ میلیون افغانانو سره مرسته کړې
author avatar
20 Aug 2024 - 13:23

کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت د بشرپالنې نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په تېر زېږدیز کال کې یې له څه باندې ۲،۷ میلیون افغانانو سره مرسته کړې ده.

د اګسټ میاشتې ۱۹مه د بشرپالنې له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.

د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت پرون پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «انګلیستان وياړي چې تېر مالي کال زموږ بشري مرستې د ۱،۳ میلیون ښځو په ګډون څه باندې ۲،۷ میلیون خلکو ته رسېدلې دي.»

سرچینې د یادې مرستې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړۍوال پروګرام د روانې زمري میاشتې په ۲۴مه ویلي وو چې بریتانیا له افغانستان سره ۴۰ میلیون پونډه چې ۵۰ میلیون امریکایي ډالر کېږي، مرسته کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.