کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۳): د م.م عمومي کلنۍ سرمشریزه د نړۍ د ډېرو مشرانو په ګډون دا اونۍ پیلېږي، ا.ا ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې، خو هیله لري چې د غونډې ګډونوال د افغانستان رښتیني انځور ته په کتو دريځ خپل کړي.
د راپورونو له مخې، یاده ناسته د ملګرو ملتونو ۷۹مه سرمشریزه ده او ټاکل شوې د نړۍ څه باندې ۱۹۰ هېوادونو استازي په کې برخه واخلي.
د بيبيسي د راپور له مخې، د نړۍ ګڼ مشران په دې غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته رسېدلي، خو د اسلامي امارت استازی دې غونډې ته په داسې حال کې نه دی بلل شوی چې افغانستان، فلسطین، ایران، روسیه، اوکراین، سوډان او ځیني نور هېوادونه به د دې ناستې د بحثونو اصلي موضوع وي.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین - چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ته هم معرفي شوی او لا نه دی منل شوی - پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د خلکو ملاتړ او پر ټول هېواد له واکمنۍ سره سره زموږ کوم پلاوی د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته نه دی بلل شوی، داسې تګلاره هيڅ ستونزه نه حلوي، بلکې لا واټن رامنځته کوي.»
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ضیاءاحمد تکل په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «دا چې دغه څوکۍ موږ ته نه سپارل کېږي، دا د افغانانو په حق کې تېری او جفا ده، که ملګري ملتونه د افغانستان څوکۍ د افغانانو دغه واقعي استازي ته چې ورته وړ بلل شوی، وسپاري، دغه استازی به وکولای شي هلته په با مسوولیته توګه خپلې چارې ترسره کړي او د افغانانو له حقونو به دفاع وکړای شي.»
تکل هیله څرګند کړه چې ملګري ملتونه او د م.م عمومي کلنۍ سرمشریزه کې ګډونکوونکي د افغانستان رښتیني انځور ته په کتو دريځ خپل کړي او مثبتې پرېکړې دې وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP