ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پژواک تېره اونۍ افغانستان کې د جنایي او امنیتي پېښو له امله د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی تر لاسه کړی

پژواک تېره اونۍ افغانستان کې د جنایي او امنیتي پېښو له امله د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی تر لاسه کړی

author avatar
28 Sep 2024 - 18:17
پژواک تېره اونۍ افغانستان کې د جنایي او امنیتي پېښو له امله د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی تر لاسه کړی
author avatar
28 Sep 2024 - 18:17

کابل (پژواک  ۷ تله ۱۴۰۳): تېره اونۍ ځينو هېوادونو افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه اندېښنې وښودې، ا.ا وویل، افغانستان کې بشري حقونه خوندي دي، مسکو، چین، ایران او پاکستان بیا ټینګار وکړ چې له ا.ا سره د خبرو بدیل لار نشته خو امریکا وایي، ا.ا هغه مهال نړۍوال مشروعیت ترلاسه کولای شی چې پر ژمنو عمل وکړي.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • ا.ا : د م.م سرمشریزې ګډونوال دې د افغانستان رښتیني انځور ته په کتو دريځ خپل کړي.
  • ځينو هېوادونو افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې.
  • فطرت: افغانستان کې بشري حقونه خوندي دي، له هیچا سره تبعیضي چلند نه‌کېږي.
  • د ازبېکستان بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په تړاو د نړۍ پر ناغېړۍ نیوکه وکړه.
  • مسکو، چین، ایران او پاکستان: له افغان چارواکو سره د متقابلو خبرو بدیل نشته.
  • واشنګټن ا.ا ته: د بندیزونو لرې کول او مشروعیت د ژمنو پر عملي کولو ولاړ دی.
  • اقتصادي معاونیت: افغانستان کې د څه باندې پنځه میلیارد ډالرو پانګونې لېوالتیا ښودل شوې.
  • تېره اونۍ، د اروپا کمېسیون، قطر او هالند له افغانستان سره ۲۵۵ میلیون ډالرو مرسته اعلان کړه.

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ، میدان‌وردګو، غزني، لغمان، پروان، غزني او هرات کې په ترافيکي او دغه‌راز د سیلاب راوتو، اوبو ته لوېدو او یو کان د نړېدو پېښو کې شپږ کسان مړه شوي او ۹۹ نور ټپيان وو، خو  پژواک له دې پرته د نورو پېښو او پکې د اوښتې مرګ‌ژوبلې راپور نه دی تر لاسه کړی.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه اونۍ، خوست کې د پاکستان په بریدونو کې يو موټرچلوونکی وژل شوی و، میدان‌وردګو کې له پخوا پاتې یوې مرمۍ په چاودنه کې دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و او بدخشان کې د یوې شخړې له امله یو کس د چاقو په ګوزارونو وژل شوی و، کندهار کې ناپېژاندو کسانو یو کس په ډزو وژلی و، اروزګان کې یوې کونډې ښځې خپل ورور په ډزو وژلی و او بامیان کې د یو ۳۹ کلن سړي مړی موندل شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د ملګرو ملتونو ۷۹ مه سرمشریزه

د ملګرو ملتونو ۷۹مه پنځه ورځنۍ سرمشریزه د تلې میاشتې په درېیمه مه پیل شوې ده.

په یاده سرمشریزه کې د نړۍ څه باندې ۱۹۰ هېوادونو استازي برخه لري خو د اسلامي امارت استازی دې غونډې ته په داسې حال کې نه دی بلل شوی چې په غونډه کې پر افغانستان، فلسطین، ایران، روسیه، اوکراین، سوډان او ځیني نورو هېوادونو خبرې کېږي.

د افغانستان اسلامي امارت چارواکو هیله ښودلې چې د غونډې ګډونوال د افغانستان رښتیني انځور ته په کتو دريځ خپل کړي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین – چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ته هم معرفي شوی او لا نه دی منل شوی – پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د خلکو ملاتړ او پر ټول هېواد له واکمنۍ سره سره زموږ کوم پلاوی د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته نه دی بلل شوی، داسې تګلاره هيڅ ستونزه نه حلوي، بلکې لا واټن رامنځته کوي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې چې ملګري ملتونه او د م.م عمومي کلنۍ سرمشریزه کې ګډون‌کوونکي د افغانستان رښتیني انځور ته په کتو دريځ خپل کړي او مثبتې پرېکړې دې وکړي.

دغه‌راز، د اسلامي امارت ویاند ذبيح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو کلنۍ سرمشریزې په اړه ویلي، دا یوه اړتیا ده چې نړۍ او هېوادونه له ا.ا سره مثبت تعامل ولري او دغه تعامل د شته ملحوظاتو لپاره د حل لار هم پیدا کولای شي.

د یادې سرمشریزې د ځینو ګډونوالو څرګندونې

د قطر د نړۍوالو همکاریو په چارو کې د دولت وزیرې لولوه الخاطر ویلي:«د ښځو، نجونو او د ټولو افغانانو بنسټیزو حقونو او ازادیو ته باید درناوی وشي، د هغوی حقونه باید خوندي شي او عملي کړای شي. لکه څنګه چې، په هر ځای کې باید د بشري حقونو درناوی وشي، خوندي شي او عملي شي.»

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني‌وانګ ادعا کړې چې افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو لګول د دغه هېواد د پرمختګ مخه ډب کوي او د افغانستان راتلونکې ته زیان رسوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي هم ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه نقض شوي دي.

بلخوا، په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لینډا توماس ګرېنفیلډ هم ورته څرګندونې کړي او ټینګار يې کړی چې، نړۍواله ټولنه باید د افغان ښځو د حقونو تامین لپاره لا ډېره هڅه وکړي.

د راپورونو له مخې، کاناډا،‌ اسټرالیا، جرمني او نیدرلنډ ویلي، په پام کې لري چې د جنسیتي تبعیض له امله د اسلامي امارت پر ضد د عدالت نړۍوالې محکمې ته شکایت وکړي.

خو د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند ملاحمدالله فطرت پر خپله اېکس‌‌پاڼه ليکلي، د ځینو هېوادونو او جهتونو له لوري د بشري حقونو پر نقض او جنسیتي تبعیض د افغانستان اسلامي امارت تورنول بې‌ځایه دي، افغانستان کې د بشر حقوق خوندي دي او له هیچا سره تبعیضي چلند نه‌کیږي.

هغه لیکلي: «متأسفانه داسې هڅه روانه ده چې د څو تښتېدلو ښځو په خوله افغانستان پسې پروپاګند وکړي او وضعیت ناسم وښيي.»

خو د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د ملګرو ملتونو په ۷۹مه عمومي غونډه کې پر هغه څه چې د افغانستان په تړاو د نړۍوالو کم‌کارۍ ګڼي نیوکې کړي او ويلي یې دي چې افغانستان د مرکزي اسیا یو نه بېلېدونکی جز دی او ازبېکستان هم د افغانستان پر وړاندې فعاله پالیسي لري.

دغه‌راز، د ملګرو ملتونو د ۷۹مې عمومي ناستې په څنډه کې د مسکو، چین، ایران او پاکستان استازو ناسته لرله او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي دغه هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي چې له اوسنیو افغان چارواکو سره د متقابلو خبرو بدیل نشته.

سرچينې زیاته کړې: «ټولو خواوو د افغانستان د حل او فصل پر وړاندې خپلې کړنلارې پرتله کړې او ټینګار یې وکړ چې له اوسنیو افغان چارواکو سره د متقابلو محترمانه خبرو اترو او ګډو اړیکو بل بدیل نشته.»

واشنګټن ا.ا ته: د بندیزونو لرې کول او مشروعیت د ژمنو پر عملي کولو ولاړ دی

تېره اونۍ، د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارن ژان پېیر ویلي: «طالبان د نړیوالو مشروعیت او پر دوی د لګېدلو بندیزونو لرې کېدو غوښتنه کوي خو دا ټول له دې سره تړلي چې دوی باید لږ تر لږه پر خپلو ژمنو عمل وکړي. افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ښځو له شتون پرته خپل اقتصاد په پښو نه شي ودرولی، موږ له طالبانو سره د تعامل لپاره د ښځو او نجونو د حقونو ورکړې او د امریکايي وګړو د ازادېدو غوښتنه کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت چارواکو بیا بیا ویلي چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شوي او په افغانستان کې دوه امریکایي بندیان به ګوانتانامو کې د افغان بندیانو د خوشي کېدو په بدل کې خوشي کړي.

د پاکستان ادعا او د ا.ا غبرګون

د راپورونو له مخې، د پاکستان لومړ وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو ۷۹ مې سرمشریزې ته په وینا کې یو ځل بیا ادعا کړې چې د افغانستان په خاوره کې وسله‌والې ډلې حضور لري او له هغه ځایه «د ګاونډیو هېوادنو» پر وړاندې بریدونه کوي.

خو د اسلامي امارت ویاند مرسیتال ملاحمدالله فطرت د پاکستان د لومړي وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي: «موږ د ګاونډيو هېوادونو د ټولو مثبتو سیاستونو حمایت او هرکلی کوو، افغانستان د هېچا پر وړاندې خطر او تهدید نه دی، موږ په افغانستان کې بهرنیو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوو او نه څوک پرېږدو چې د افغانستان له خاورې نورو ته تهدید  متوجه کړي.»

پانګونې ته لېوالتیا

تېره اونۍ د افغانستان د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت ويلي وو چې د روان زېږدیز کال په اوږدو کې لسګونو کورنیو او بهرنیو کمپنیو په بېلابېلو سکټورونو کې شاوخوا پنځه میلیارده او ۳۴۸ میلیون ډالرو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

سرچينې، د پانګونې سکټورونه زېربنا، برېښنا، مخابرات، ترانسپورټ، کرنه، صنعت، کانونه، روغتیا، کوچني – متوسط تشبثات، ښاري پراختیا او برېښنایي حکومتولي ښودلې او زیاتوي چې یادې کمپنۍ په ګاونډویو، د سیمې، عربي او لوېدیځ هېوادونو کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې مخینه لري.

د مرستو دوام

تېره اونۍ، هالنډ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه، قطر ژمنه کړې چې د زده‌کړو او روغتیا په برخو کې د افغانستان د ښځو د ملاتړ لپاره ۷۵ میلیون ډالر مرسته کوي او د اروپا کمېسیون د افغانستان لپاره د ۱۴۶ مېلیون یورو د مرستې نوې کڅوړه اعلان کړه.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.