غزني ښار (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۳): د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د خلکو په ۴۵ میلیونه افغانۍ لګښت یوه روغتیايي مرکز ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
په دې اړه د غزني د جاغوري ولسوالۍ يوه قومي مشر ذکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون د خلکو په شخصي لګښت په انګوري بازار کې یوه روغتیايي مرکز ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
هغه زیاته کړه: «روغتیایي ستونزي ډېرې وې، په ځانګړې توګه د ښځينه ناروغانو لپاره، نو دا ودانۍ د خلکو د هوساينې په موخه جوړېږي.»
نوموړي وویل، د دغه روغتيايي مرکز پر جوړولو ۴۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د سیمي خلکو او بهر مېشتو افغان مرستندويانو له خوا ورکول کېږي.
دغه راز، په جاغوري کې یوه ډاکټر ایمل علیزي پژواک ته وویل چې د دغه روغتیايي مرکز په جوړېدو سره به تر ډېره د دې سیمې د خلکو روغتیايي ستونزې حل شي.
هغه وویل، په دې سیمه کې د روغتون نشتوالي او سړک خرابوالي له امله مرکز ته د لېږد پرمهال به یو شمېر ناروغانو د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکړ.
بلخوا، د غزني عامې روغتیا رییس ډاکټر محمد ځیرک ځیرک د جاغوري په انګوري بازار کې د خلکو له لوري روغتیايي مرکز ته د ودانۍ پر جوړولو خوښي وښوده.
هغه ډاډ ورکړ چې د خلکو د ستونزو هوارۍ لپاره به د امکان تر بریده دی هم ورسره همکاري وکړي.
هغه وویل، دغه روغتیايي مرکز په پنځه جریبه ځمکه کې په پاخه او معیاري ډول په درو پوړونو کې جوړېږي چې درې سالونونه، ۳۰ خونې، د جراحي، نسايي او ولادي څانګې، د ماشومانو عمومي داخله، لابراتوار او نورې اړینې اسانتیاوې به ولري.
دغه روغتون ته په داسې حال ودانۍ جوړېږي چې له دې مخکې هم د جاغوري خلکو په خپل شخصي لګښت پلونه، سړکونه، بندونه او ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړې دي.
Views: 24
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP