اسعداباد (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۳): د کونړ استیناف محکمې رییس وايي چې د دغه ولایت د مرکز اسعداباد ښار په کرکټ لوبغالي کې د یوې مېرمنې په ګډون اتو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د کونړ د استیناف محکمې رییس مولوي عزیزالرحمن یاسر ويلي، د اسلامي امارت د سترې محکمې د وروستۍ پرېکړې پر اساس، نن په دغه ولایت کې اتو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
هغه زیاته کړې: «د سترې محکمې د وروستۍ پرېکړې پر اساس نن په مرکز اسعداباد کې یوه مېرمن او یو سړی د نامشروع اړیکو درلودو، پنځه کسان د غلا او یو بل کس د نشهیي توکو د کاروبار په جرم په عام محضر کې په درو ووهل شول.»
نوموړي وویل، یادو کسانو ته یې د اسعداباد ښار په کرکټ لوبغالي کې د سلګونه کسانو په حضور کې سزا ورکړه.
د هغه په خبره، عدلي او قضایي ارګانونه د اسلامي شریعت پلي کولو لپاره جدي هڅې کوي څو له لارې یې په ټولنه کې د غیرشرعي او ناوړه اعمالو مخه ونیسي.
د یادولو ده، د اسلامي امارت په راتګ سره دا په کونړ ولایت کې لومړی ځل دی چې د محکمې د پرېکړې پر اساس په عام محضر کې مجرمینو ته تعزیري سزا ورکول کېږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن