ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کډوالو چارو وزارت له یوې موسسې سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

د کډوالو چارو وزارت له یوې موسسې سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

author avatar
10 Oct 2024 - 14:42
د کډوالو چارو وزارت له یوې موسسې سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ
author avatar
10 Oct 2024 - 14:42

کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۳): د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې له یوې موسسې سره یې د څه باندې ۱۳۳ زره او ۷۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت یو هوکره‌لیک لاسلیک کړی دی.

د کډوالو چارو وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې دغه هوکړه‌لیک یې «د افغان ښځو لپاره د ښځو ټولنیزه موسسې» سره لاسلیک کړی دی.

سرچینې زیاته کړې، دغه هوکړه‌لیک نن د ۱۳۳ زره او ۷۶۸ امریکايي ډالرو په ارزښت د دغه وزارت د مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد او د یادې موسسې د استازي ترمنځ لاسلیک شو.

د دغه هوکړه‌لیک پر بنسټ، یاده موسسه به ټاکلي اندازه پیسې په کابل کې ۱۲ زره او ۱۵۵ اړمنو کسانو ته د نغدي مرستو او خوراکي توکو وېشلو ‎برخه کې لګوي.

د کډوالو چارو وزارت د روانې تلې میاشتې په ۱۲مه هم له دوو موسسو سره د څه باندې یو میلیون او ۴۴۷ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د دوو هوکړه‌لیکو له لاسلیکولو خبر ورکړی و.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.