ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حنفي: له «فتنه‌ګرو ډلو» او نشه‌یي توکو د ځوانانو مخنیوي لپاره دې افغانستان کې سترې پروژې پلې شي

حنفي: له «فتنه‌ګرو ډلو» او نشه‌یي توکو د ځوانانو مخنیوي لپاره دې افغانستان کې سترې پروژې پلې شي

author avatar
15 Oct 2024 - 17:25
حنفي: له «فتنه‌ګرو ډلو» او نشه‌یي توکو د ځوانانو مخنیوي لپاره دې افغانستان کې سترې پروژې پلې شي
author avatar
15 Oct 2024 - 17:25

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۳): د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال وایي چې «فتنه‌ګرو ډلو» ته د ځوانانو د نه جذبېدو، د هغوی د کډوال کېدو او د نشه‌یي توکو مخنیوي لپاره باید‎ په افغانستان کې سترې پروژې پلې ‎شي.

دغه څرګندونې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي‎ نن کابل کې د «افغاني سرې میاشتې ټولنې ځانکړې اونۍ» په اړه جوړو شوو مراسمو کې وکړې.‎

هغه زیاته کړې: «که موږ و غواړو په افغانستان کې سوله او امنیت تامین شي، په دایمي ډول دوام وکړي، نشه‌یي توکي افغانستانه کې له منځه یوړل شي، ‎د نشه‌یي توکو له شره هم افغان ملت ‎او هم د نړۍ نور ملتونه وژغورل شي ‎او زموږ ځوانان فتنه‌ګرو ډلو ته جذب نه‌شي؛ نو په دې صورت کې اړتیا ده چې افغانستان کې لویې پروژې تطبیق شي.»

هغه وویل چې د دغو کارونو په ترسره کېدو سره به افغانان، ګاونډياي او نور هېووادنه له دغو ستونزو وژغورل شي.

د هغه په وینا، ‎نړۍ په ظالمانه ډول د افغانانو شتمني له ځانه سره ساتلي چې دغه موضوع د افغان ځوانانو د کډوال کېدو لامل کیږي.

نوموړي وویل چې په هېواد کې د څو لسیزو جګړو له امله د هېواد زېربناوې ویجاړې شوې او خلک بېلابېلو برخو کې زیانمن شوي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست شیخ شهاب‌الدین دلاور په دغو مراسمو کې وویل چې دغه ټولنه په شفاف ډول خپل فعالیت کوي.‎

هغه له افغانستان سره د نړۍ د هېوادونو له بشري مرستو د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ چې په افغاني سره میاشت کې به یوه افغانۍ هم بې‌ځایه و نه لګول شي.

په ورته مهال، د افغاني سرې میاشتې ټولنې سکرټر جنرال مولوي عبدالطیف ثابت په دغه ناسته کې وویل، د شهیدانو او معلولینو وزارت د معلوماتو پر بنسټ‎‎، په هېواد کې ۶۱۲ زره یتیمان او معلول کسان شته چې په میاشتني ډول مرسته ورسره کېږي.

هغه څرګنده کړه ‎چې په هېواد کې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره ښايي درې میلیون افغان کډوال بېرته هېواد ته را ستانه شوي وي.

هغه وویل چې طبیعي پېښو هم هېوادولو ته درانه زیانونه اړولي او زیاته یې کړه، د افغاني سرې میاشتې ټولنه یوه غیر سیاسي او خپلواکه  اداره ده چې د اسلامي امارت د مشرتابه‎‎ په مستقیم ملاتړ په بشري برخو کې فعالیت کوي.

هغه له سرې میاشتې سره د همکارۍ غوښتنه وکړه او ویې ویل ‎چې اسلامي امارت باید له دې ادارې سره د یوې خپلواکې ادارې په توګه همکاري وکړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.