ژبه

کندهار کې درې محلي راډیوګانې وتړل شوې

توسط امین شمسور

مې 24, 2026 - 7:38 pm

Views: 4

کندهار (پژواک، ٣ غبرګولی ١٤٠٥): د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، په دغه ولایت کې یې د «تحسین القران»، «څانګي» او «زېور» په نوم درې سیمه‌ییزې راډیوګانې د رسمي جوازونو نه لرلو، د کلونو مالیاتي باقی‌دارۍ او غیر معیاري نشراتو له امله تړلې دي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر عابد اغا نن (یکشنبې) پژواک ته وویل، دغه اقدام د اړوندو ادارو په همغږۍ د محلي رسنیو د فعالیتونو د ارزونې او قانوني کېدو په موخه ترسره شوی دی.

هغه وویل، یادو راډیوګانو رسمي جوازونه نه لرل، د کلونو مالیاتي باقي‌داري یې نه وه تصفیه کړې او نشرات یې هم له ټاکل شویو معیارونو سره سم نه وو.

عابد اغا زیاته کړه، د «ملت ږغ» او «وړانګي» په نوم راډیوګانو ته هم خبر ورکړل شوی چې د اسنادو د انتقال پروسه بشپړه او خپل فعالیتونه قانوني کړي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست همدارنګه له ټولو محلي راډیوګانو غوښتي چې خپل نشرات د اسلامي اصولو او افغاني اخلاقو مطابق تنظیم کړي.

د ځینو محلي رسنیو مسوولینو ډیری وخت له دولتي مسوولنیو سره په میاشتنیو مجلسونو کې ویلي چې د جوازونو او اداري اسنادو د تمدید او انتقال پروسې ډېری وخت په مرکز کې له ځنډ سره مخ کېږي او محلي رسنۍ له اقتصادي ستونزو سره هم لاس او ګرېوان دي.
سمسور