ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عراقچي: سیمه کې د جګړې رامنځته کېدل لا هم یو جدي احتمال دی

عراقچي: سیمه کې د جګړې رامنځته کېدل لا هم یو جدي احتمال دی

author avatar
20 Oct 2024 - 18:02
عراقچي: سیمه کې د جګړې رامنځته کېدل لا هم یو جدي احتمال دی
author avatar
20 Oct 2024 - 18:02

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، په سیمه کې د جګړې پېښېدل لا هم یو جدي احتمال دی او له اسرائیل پرته نور هيڅوک د دغه وضعیت غوښتونکي نه‌ دي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له‌مخې، د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان پرون (شنبه) په ترکیه کې ګډه خبري ناسته درلوده.

عراقچی ویلي: «په سیمه کې د جګړې رامنځته کېدل‎ لا هم یو جدي احتمال دی او له صهیونیستي رژیم پرته په سیمه کې نور هيڅوک د دغه وضعیت غوښتونکي نه دي.»

هغه څرګنده کړې چې سیمه د باروتو په یوه بوشکه بدله شوې او دا چاره کېدای شي نړۍ له جدي خطر سره مخ کړي.

هغه زیاته کړې: «دا چې له تاسو سره یم، خوشحاله یم، ‎ترکیه او ایران د اسلامي نړۍ دوه مهم هېوادونه دي چې دوستانه تاریخي اړیکې لري او د ګډې همکارۍ له لارې کولای شي د سیمې په سوله، ټیکاو او امنیت کې مهم رول ولوبوي.»

عراقچي ویلي: «موږ د سیمه‌ییزو موضوعاتو، په ځانګړې توګه د صهیونیستي رژیم د جنایتونو د دوام او سیمه کې د جګړې پراختیا لپاره د دغه رژیم د کړنو چې په سیمه کې هيڅ لوري ته د منلو وړ نه‌ دي، په اړه خبرې وکړې او دواړه هېوادونه پر دې باور يو چې په غزه کې نسل‌وژنه او په لبنان کې جنایتونه باید ژر ودرول شي او ټول اسلامي هېوادونه باید د اسرائیل د جنایتونو مخنیوي لپاره له خپلو ټولو وړتیاوو کار واخلي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل په نړۍ کې د ناامنۍ تر ټولو ستر لامل بللی او زیاته کړې یې ده ‎چې نړۍوال میکانیزمونه هم نه دي توانېدلي د هغه مخه ونیسي.

په همدې حال کې، د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان هم په دې ناسته ‎کې ویلي چې هېواد یې په سیمه کې د اوربند غوښتونکی دی او اسرائیل باید هر ډول ګواښ او تېری ودروي.

هغه زیاته کړې: «نن مو پر سیمه‌ییزو موضوعاتو هم خبرې وکړې، اسرائیل په لبنان او فلسطین کې جنایتونه کوي او نتانیاهو هڅه کوي ایران په جګړه کې ښکېل کړي، هستوي تاسیسات یې تهدیدوي او دغه هېواد مقابلې ته اړ باسي.»

د یادولو ده، عراقچي د «۳+۳» سیمه‌ییزې همکارۍ په درېیمه ناسته کې د ګډون په موخه د تېرې جمعې په ورځ (د تلې ۲۶مه) ترکیې ته تللی و.

هغه تېره ورځ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره هم د دوه‌ اړخیزو اړیکو او د سیمې وروستیو بدلونونو ‎په اړه خبرې کړې وې.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.