کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۳): د نسایي ولادي متخصصین سپارښتنه کوي چې هره جوړه باید له واده مخکې خپلو ماشومانو ته د ارثي ناروغیو د لېږد د مخنیوي لپاره ډاکتر ته مراجعه وکړي او خپله وینه معاینه کړي.
ډاکتران وايي چې په ځینو مواردو کې ماشومانو ته له والیدنو ارثي ناروغۍ په میراث پاتې کېږي، هغه که والدین یې سره نږدې خپلوان وي او یا هم که پردي وي.
په کابل ښار کې د نسايي ولادي برخې متخصصې ډاکټر مرسل بهار محمودي پژواک خبري اژانس ته وویل، د بېلابېلو عواملو له امله ځیني مهال کېدای شي ماشوم د خپلې مور یا پلار او یا دواړو څخه ځینې ناروغۍ په ارث یوسي چې دا یو علمي او تخصصي بحث دی.
هغې زیاته کړه: «ښايي هر انسان ګڼې ارثي ناروغۍ ولېږدوي چې د دوو سالمو او ارثي ناروغیو انتقالوونکو کسانو د واده په نتیجه کې ښايي د هموزیګوټ په حالت کې، یعنی هغه حالت چې یو ماشوم د ناروغۍ یو جېن له خپل پلار او یو جېن یې هم له خپلې مور څخه واخلي او پر ناروغۍ اخته شي.»
هغې وویل: «د نږدې خپلوانو ترمنځ ودونه ښايي په ماشومانو کې د درک قوې د کمزورتیا، د اورېدو حس د ګډوډېدو، د سوءشکل، د شونډو او تالو پرې کېدو، د دماغي کمزورتیا، د زړه سوري او نورو ارثي ناروغیو لامل شي.»
ډاکټران وايي چې په ځینو مواردو کې ماشومانو ته له والیدنو ارثي ناروغۍ په میراث پاتې کېږي، هغه که والدین یې سره نږدې خپلوان وي او یا هم پردي وي.
هغه د بېلګې په توګه وايي: «یو کس چې د خپل تره له لور سره یې واده کړی و، ما ته یې مراجعه وکړه، یوه اولاد یې یوه جدي جنټیکي ناروغي درلوده، خو کوچنی ماشوم یې جوړ و، خو یوه بله جوړه چې بیخي بیګانه وه، هم راغله چې ماشوم یې له خپلو والدینو یوه ناروغي په ارث اخیستې وه.»
هغې په ټینګار سره وویل چې له نږدې خپلوانو سره واده کول یوازې د دې لامل نه دی چې ماشوم به په ارثي ناروغیو اخته زېږیږي، بلکې پر دغه ناروغۍ د اخته کېدو امکان زیاتوي.
دغهراز، په کابل ښار کې د نسايي ولادي برخې بلې متخصصې ډاکټر زرغونې مهدي هم پژواک ته وویل چې ځینې مهال ماشومان له خپلو والدینو ځینې ناورغۍ په ارث وړي.
هغه هم له ډاکټر مرسل بهار محمودي سره ورته نظر لري او وايي: «دا یوه داسې مسله نهده چې په هر کور کې چې له نږدې خپلوانو سره واده کړی وي، حتماً به یې ماشوم معیوب یا پر ارثي ناروغۍ اخته زیږیږي... خو ځیني ماشومان چې والدین یې هېڅ ډول قرابت نهلري هم ناروغۍ له پلار یا مور څخه په ارث اخلي، خو ښايي په هغو مواردو کې چې څو نسله یې په خپلو کې ودونه کړی وي، دا ستونزه ډېره وي.»
هغې دا موضوع یو لوی علمي او تخصصي بحث وباله او ویې ویل چې هره جوړه باید د دغه ډول ناروغیو د محنیوي لپاره له واده کولو مخکې ډاکټر ته مراجعه وکړي او خپله وینه معاینه کړي.
هغې په ټینګار سره وویل: «کورنیو ته زما سپارښتنه دا ده چې خامخا هڅه وکړي څو د کوژدې پر مهال د نجلۍ او هلک وینه معاینه شي، ښايي د یوه طرف وینه مکروبي وي، کېدای شي د وینې ګروپ یې یو شان وي، باید په دې اړه له ډاکټر سره مشوره وکړي او ډاکټر لازم تدابیرو ونیسي او د ناروغ درملنه وکړي.»
له نږدې خپلوانو سره د ودونو ستونزې
د کابل ښار د مکروریانو اوسېدونکې ۱۸ کلنه نازیه وايي: «مور مې د زړه تکلیف درلود، زه هم د زړه تکلیف لرم او فکر کوم چې دغه ناروغي مې له مور څخه په ارث اخیستې ده.»
هغه وايي، هر کله یې چې خپله واده کاوه نو خامخا به له ډاکټرانو سره مشوره کوي څو خپل اولادونو ته ناروغي انتقال نهکړي.
د کابل د نهمې ناحیې اوسېدونکې فاطمې (مستعار نوم) پژواک ته وویل چې لس کاله مخکې یې د خپل کاکا له زوی سره واده کړی او لومړی اولاد یې چې لور وه، د پښو ستونزه یې درلوده.
هغې زیاته کړه: «د لور پښې مې له ښڼګرو تر ګونډو ګوږوالی درولود، ډاکټر ته مو بوتله، پښې یې د یوه کال لپاره ورته قالب کړې، شکر الحمدالله ښه اوس شوې ده، هماغه وخت پوه شوم چې حتماً زموږ وینه مشکل لري.»
هغې زیاته کړه: «له هغه وروسته پوه شوم چې مشکل لرم نو د هر حمل پر مهال به مې په نهمه میاشت ډاکټر ته مراجعه کوله او د پېچکارۍ په واسطه به مې د دې ستونزې مخنیوی کاوه، اوس شکر الحمدالله ماشومان مې سالم دي.»
دغهراز، د کابل د خیرخانې اوسېدونکې رخسار (مستعار نوم) وویل چې لس کاله مخکې یې د خپل ماما له زوی سره واده کړی و او د لومړي اولاد ښي لاس یې شپږ ګوتې درلودې.
هغه هم وايي چې اوس هر ځل له حمل اخیستو مخکې ډاکټر ته ورځي او د ډاکټر له مشورې سره سم په ۷مه میاشت یوه ځانګړې پېچکاري ورکول کېږي څو ماشومان یې روغ پيدا شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP